روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

(( اروپایی ټولنه د چک جمهوریت تر څنګ درېږی ))

اروپایی ټولنې ډاډ ورکړی، چې له روسیې سره په دیپلوماتیکه لانجه کې به د چک جمهوریت تر څنګ ودرېږی او پوره ملاتړ به یې وکړی.دا لانجه د چک له هغې ادعا وروسته رامنځته شوه، چې ویې ویل: د دې هېواد د وسلو په ډیپو کې په بمی چاودنه کې د روسیې د هغو پوځی ایجنټانو لاس درلود ،چې په برېتانیا کې د روسیې د استخباراتو د یو پخوانی اېجنټ د مسمومولو په قضیه کې ښکېل و.د پراګ او مسکو ترمنځ د دې دیپلوماتیکې لانجې په نتیجه کې روسیې په مسکو کې د چک د سفارت شلو کار کوونکو ته له دې هېواده د وتلو امر وکړ او له هغه مخکې د چک حکومت اتلس روسی دیپلوماتان په دې تور له دې هېواده واېستل ،چې ګنې د روسیې استخباراتی فعالان دی.دواړو هېوادونو وړمه ورځ خپل دیپلوماتان او د هغو د کورنۍ غړی په دولتی الوتکو کې کورونو ته ستانه کړل. د دې لانجې په اړه د اروپایی ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو له خبرو وروسته د دې ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د مشر جوزیپ بورېل ویاند وویل: اروپایی ټولنه په اروپا کې د روسیې د پرله پسې خطرناک او خصمانه چلند له کبله اندېښنه لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید