روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اروپایی ټولنه د جمهوریت له نظام پرته بل نظام نه منی

د افغانستان لپاره د اروپاىی ټولنې ځانګړی استازی اعلام کړى که د طالبانو اسلامی امارت او حکومت راشی، اروپایی ټولنه به له افغانستان سره خپلې مرستې ودروی. رولانډ کوبىا پرون ىکشنبه په کابل کې خبری کنفرانس ته ووىل، طالبان باىد لومړى له افغان حکومت سره خبرو ته کېنی بىا دې د طالبانو او امرىکاىانو مذاکرات پیل شی.

نوموړی خبردارى ورکړ که د طالبانو حکومت بىا په افغانستان کې راوګرځی، دوى به د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له افغانستان سره هېڅ ډول مرسته ونکړی: (( له سولې وروسته چې هر ډول حکومت رامنځته کېږی، نو باىد د لوېدىځو هېوادونو خوښه په کې شامله وی.)) ښاغلی رونالډ کوبىا همداراز تىنګار کړى چې له امرىکا سره دې د سولې په هوکړه کې اوربند هم ذکر شی، ځکه د ده په وىنا د سولې هوکړه به د تاوترىخوالی د راکمولو لپاره ښه فرصت وی: (( په سوله کې باىد د افغان حکومت رول ته پام وشی، باىد ډاډه شو چې هر څه د افغان حکومت په لاس کې دی.))

ښاغلی کوبىا پر افغانانو غږ وکړ چې داسې فکر دې نه کوی که سوله وشوه نړىوال به د افغانانو ملاتړ پرېږدی، بلکې نوموړی ووىل، د همدغه دولت او نظام په دوام لوېدىځ له افغانانو سره ولاړ دى، خو که طالبان راغلل بىا به اروپا له افغانستان خپلې مرستې بندې کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید