روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اروا پوهان: سپورت د جسمی، ذهنی او عاطفی ودې لپاره ډېر ګټور دی

روانی ډاکتران وایی، چې د نورو فعالیتونو ترڅنګ سپورت د ځوانانو لپاره ښه مصروفیت او له نېشې څخه د ژغورلو غوره لاره ده.په دې وروستیو کلونو کې د سپورت مینه وال ډېر شوی ، هر ځوان هڅه کوی چې یو ډول سپورت وکړی او د نورو هدفونو تر څنګ یې یو هدف دا وی چې ځان خوشحاله وساتی.دا چې سپورت د اعتیاد په مخنیوی کې څومره ونډه لری، په دې اړه به د څو ورزشکارانو خبرې واورو:(( زه فوزیه وردګ یمه، سپورت خپله روغتیا او سلامتی ده، چې د ډېرو ناروغیو مخه نیسی، ورزشکار انسان ورځ په ورځ پر ځان حاکم کېږی او روغتیا یې هم ښه کېږی، انسان ځان قوی احساسوی، فکر یې بدلېږی او مصروف ساتل کېږی.))(( زه محمد ابراهیم یم، سپورت داسې کار دی، چې پیسې نه ورباندې لګېږی، که د نېشو وخت په سپورت تېر کړو، نو هم به مو ځان، هم ټولنې او هم به مو کورنۍ ته ګټه رسولې وی.))(( زما نوم طوفان دی، له نېشه یی توکو څخه د ځان ساتلو یوازنۍ لاره سپورت دی، سپورت کوونکې به هېڅکله هم معتاد نه شی، سپورت غمونه لېرې کوی او انسان له ګوښه کېدو څخه را ګرځوی.))

ارواپوهان په دې باور دی، چې پر له پسې سپورت پر جسمی روغتیا سربېره انسان ته روانی آرامتیا ورکوی او پر ځان یې باور ډېرېږی. ارواپوه محمد ظاهر شمس وایی : سپورت د جسمی، ذهنی او عاطفی ودې لپاره ډېر ګټور دی.دی وایی: (( سپورت د هغو خلکو لپاره د ستونزو یوازنۍ حل لاره ده، چې پرژور خفګان، وسواس او په نورو روانی ناروغیو اخته وی، ګوښه ګوښه ګرځی او یا هم ذهنی کمزورتیا ولری، د دې ټولو ناروغیو د حل لاره سپورت دی، سپورت هغو کسانو ته هم ډېره ګټه لری، چې ډېر په قهر وی او آن دا چې غواړی ځان ووژنی، سپورت د جسمی، ذهنی او عاطفی ودې لپاره ډېر ګټور دی.))ډاکتران هم سپورت د بدن لپاره ګتور بولی او وایی چې د سپورت په نتیجه کې د انسان په بدن کې د (ډوفامین) په نامه یو ډول ماده تولیدېږی، چې د انسان د خوشحالۍ سبب کېږی. ډاکتر منصور ارشاد :  د سپورت په صورت کې هغه هورمونونه وده کوی ، چې له ژوند سره د انسان مینه ډېروی.

ده زیاته کړه: (( د سپورت پر مهال انسان خوله کوی، د زړه حرکتونه یې ډېرېږی او وجود ته یې ډېر اکسېجن رسېږی، په دې صورت کې د انسان اضطراب، ستړیا او اندېښنه کمېږی او روحیه یې پیاوړې کېږی، دغه ډول د سپورت په صورت کې هغه هورمونونه هم وده کوی، چې د انسان په بدن کې د ودې، انګېزې، خوښۍ او له ژوند کولو سره د مینې سبب کیږی، دا هورمونونه د انسان  په وجود کې په هرو لسو کلونو کې په سلو کې پنځلس کمېږی، سپورت کولای شی ،چې د انسان په بدن کې د دې هورمونونو توازن وساتی او تر ډېره حده هغه مواد له منځه وړی ،چې د نېشې په وخت کې انسان خوشحاله ساتی.))له نېشه یی توکو سره د مبارزې وزارت د نېشه یی توکو د غوښتنې کمولو په پالېسۍ کې د المپیک اداره مسوولیت لری چې د ځوانانو لپاره ورزشی پروګرامونه جوړ کړی.د دې وزارت د نېشه یی توکو د غوښتنې کمولو رییس ډاکتر محمد ناصر شریفی وایی، چې سپورت له نېشه یی توکو څخه د وقایی یا ځان ساتلو غوره لاره ده.نوموړی وایی:
(( سپورت د المپیک ریاست د پالېسۍ عمده برخه ده، په ځانګړې توګه د وقایی په برخه کې، د المپیک ریاست مسوولیت لری ،چې د هغو ځوانانو د پوهاوی کچه لوړه کړی، چې په نېشه یی توکو نه وی معتاد شوی، هغه ورزشکاران چې په سیالیو کې ونډه اخلی، هغوی باید د نېشه یی توکو د استعمال د زیانونو په برخه کې خلکو ته پیغامونه ورسوی، سپورت له نېشه یی توکو څخه د خلاصون یوازنۍ لاره ده.))ډاکتران او ارواپوهان وایی، چې د سپورت پر مهال د انسان په وجود کې د (ډوپامین) او (آندروفین) په نومونو یو ډول هورمونونه تولیدېږی ، چې په نتیجه کې یې د انسان په ذهن او چلند کې مثبت بدلون راځی، خوشحاله کېږی او په نشو نه اخته کېږی.                       محمد ایاز

ممکن است شما دوست داشته باشید