روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ارمنستان د آذربایجان پر وړاندې د دفاع لپاره له روسیې همکاری وغوښته

ارمنستان د آذربایجان پر وړاندې د دفاع لپاره له مسکو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه. دا غوښتنه داسې مهال کېږی ،چې د دواړو هېوادونو د پولو په اوږدو کې د تازه شخړو راپورونه ورکړل شوی دی.دا تازه شخړې د لانجمنې سیمې نګورنو-قره باغ په کورواکې سیمه کې د تېرکال له سختې جګړې وروسته کېږی، چې د یوه اوربند په نتیجه کې پای ته رسول شوې وه. د آذربایجان دفاع وزارت وایی، چې وسله والو ځواکونو یې د ارمنستان په سرحد کې د آذربایجانی ځواکونو د ((پراخو تحرکاتو)) مخه نیولې ده.وزارت وایی: په دې منځ کې یې دوه سرتېری وروسته له هغې ټپیان شول، چې د ارمنستان پوځ د پولې په اوږدو کې د آذربایجان پر سنګرونو د هاوان او توپونو ډزې وکړې.خو د ارمنستان دفاع وزارت بیا د آذربایجان سرتېری د دوی پر سرنګونو په ډزې کولو تورن کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید