روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ارزګان مېشتی له نوی حکومته د روغتیایی مرکزونه لپاره په هغه ولایت کې ودانۍ غواړی

د افغانستان په لېرې پراته ولایت ارزګان او ولسوالیو کې یې ۵۶روغتیایی مرکزونه فعالیت لری، خو لا هم ډېری دغه مرکزونه په کرایی او قراردادی کورونو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوی.
دغو روغتیایی مرکزونو ته د موسسو له خوا کورونه په کرایه نیول شوی دی.
د ارزګان د ولایتی روغتون سرطبیب ډاکټرعبدالغفار وطنوال د یکشنبې په ورځ په جوړه شوې غونډه کې له مسئولینو څخه دولتی روغتیایی مرکزونو ته د ودانیو جوړېدو غوښتنه وکړه.
وطنوال وویل، چې د دغو مرکزونو له ډلې ۴۲ یې په کرایی کورونو کې فعالیت لری.
(( هیله ده چې مرکزی حکومت دې چارې ته پام وکړی، روغتیایی مرکزونه شته، خو په بې بنسټیزو ودانیو او نیول شویو کورونو کې فعالیتونو ته دوام ورکوی.))د ارزګان اوسېدونکی هم غوښتنه کوی، چې حکومت دې په هغو سیمو کې چې دا مهال روغتیایی مرکزونه پکې نشته، ودانۍ ورته جوړې کړی.د ترینکوټ اوسېدونکی امین الله په دې اړه رسنیوته ویلی: په شخصی کورونو کې د روغتیایی مرکزونو فعالیت ناروغان له ستونزو سره مخ کوی، ځکه په خبره یې، هغه امکانات چې په یوه مجهز روغتون کې باید وی، په شخصې کورونو کې نشته.
نوموړی له اسلامی امارت څخه په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
هغه وویل: که د روغتون لپاره مجهزې ودانۍ جوړې شی، له یوه خوا به دولت ته میاشتنۍ کرایې پاتې شی او له بل پلوه به ناروغان په روغتونو کې له ټولو امکاناتو څخه برخمن شی.
هغه وویل: (( اساسی ستونزه بیا هم دا ده چې په کرایی کورونو کې ناروغانو ته هغسې چې لازمه ده، رسېدنه نه کېږی. دا ستونزه باید حل شی او ناروغانو ته ټول امکانات برابر شی.))
د ارزګان د روغتیا برخې چارواکی هم دغه ستونزه منی.
د ارزګان د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد الله روحانی په اړه وایی: د یو شمېر روغتیایی مرکزونو ودانۍ بیا د تېرو جګړو امله وېجاړې شوې دی.
محمدالله روحانی: (( دا ستونزه شته، خو په دولتی کچه هڅې روانې دی چې ژر تر ژره حل شی او روغتونونو ته ودانۍ جوړې شی.))
دی زیاتوی ،چې په روغتونونو کې د ډاکترانو د کمی ستونزه تر یوې کچې حل شوې، خو په خبره یې، لاهم په ټول ارزکان او دغو ۵۶روغتیایی مرکزونو کې ښځینه نرسان نشته.
(( په روغتونونو کې د درملو د کمی ستونزه هم شته او نه ده حل شوې، لاهم ډېری درمل په بازارونو کې پېرل کېږی.))ناروغان او روغتیایی مرکزونو ته راغلی کسان هم د درملو له نشت څخه شکایت کوی.
د ترینکوټ ښار مېرمنې وایی:((درمل د ((موو)) موسسې له خوا ورکول کېږی، خو ډېر کم دی او په ځینو ځاینونو کې خو بېخی نشته.))د ((موو)) موسسې ولایتی مسئول پیدالله ناصر وایی: د ۵۶روغتیایی مرکزونو لپاره یې د ۱۸نیم میلیونه افغانیو په ارزښت درمل پېرلې دی، څو شته ستونزې حل شی.((په نېږدې وخت کې به روغتیایی مرکزونو ته نوی اخیستل شوی درمل واستول شی.))
نه یوازې ارزګان، بلکې ډېری جنوبی او نور ولایتونه له ورته ستونزو سره مخ دی او د حل کېدو غوښتنه یې کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید