د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
هغه شیان چې په ژوند کې موږ او خلکو ته ارزښت لری او په ټولنه کې یې هر څوک د لاسته راوړلو لپاره کوښښ کوی، که هغه پیسې دی، ښه ژوند دی، ښه شخصیت او نور څه دی. د دې او نورو لاسته راوړل هرو مرو زحمت او مبارزې ته اړتیا لری. هېچا تر اوسه وړیا نه دی لاسته راوړې، ځکه وایی چې بې زحمته راحت نه شته.
د مهتما ګاندی په خبره؛ له کار پرته شتمنی، له وجدان پرته خوښی، له شخصیت پرته زده کړې، له اخلاقو پرته سوداګری، له بشرپالنې پرته علم، له قربانۍ پرته دین او له بنسټونو پرته سیاست د انسانانو لپاره وژونکی ګناهونه دی.
که وجدان، ښایست، ښکلا مو په ناچیز څه بدل کړئ دا هیله مه لرئ چې خوشحاله به شئ که شخصیت درته پاتې نه وی زده کړې بې ګټې دی. او که له کوم کس سره د خپل ارزښت پر وړاندې معامله وکړئ،نو مه خوشحالېږئ تاسې یوازې دا نه چې ارزښت مو له لاسه ورکړ، بلکې ځان مو بې باوره کړ.
د ټولو فکر مو د ځان په اړه منفی کړ او د شخصیت ریښې مو له منځه ولاړې.
د ارزښتونو د لاسته راوړلو او د دې لپاره ځینې اړین ټکی:
۱– هڅه مه کوه، چې د بریا بېلګه وې، هڅه وکړه ،چې د ارزښتونو بېلګه شې.(( انیشټېن))
۲– د خپل ځان په اړه مو غوره فکر کول په ریښتینې بڼه غوره کوی.
۳– کله، چې تاسو خپل ځان ته ارزښت ورکړئ، نو د ټولنې ټول وګړی به درته ارزښت درکړی.
۴– د خپل شخصیت په اړه تل مثبت او غوره فکر ولرئ،چې نورو ته غوره شئ.
۵– کله، چې خپل شخصیت کم وبولئ، نو هرمرو به ټیټ شخصیته واوسئ.
۶– د خپلو ښو ارزښتونو د لا ودې او تقویې لپاره همېشه له هغو کسانو سره واوسه او هغو کسانو ته ارزښت ورکړه، چې تاسې سره ګډ ارزښتونه، باورونه،فکرونه او عقاید ولری.