د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلی، چې د امریکا د کورنیو چارو او عدلیې پر وزیرانو شخصی بندیزونه لګوی.اردوغان ویلی: دا پرېکړه یې د امریکا د حکومت د ورته اقدام په ځواب کې کړې ده.د امریکا حکومت د اګېسټ په لومړۍ نېټه د ترکیې د کورنیو چارو او عدلیې پر وزیرانو بندیز ولګاوه.واشنګټن له انقرې غوښتنه کوله چې د اندرو برونسن په نوم یو امریکایی کشیش یا پادری چې د ترکیې حکومت نیولى، خوشې کړی.واشنګټن تېره اوونۍ پر انقره د فشار زیاتولو لپاره د ترکیې د کورنیو چارو او عدلیې پر وزیرانو بندیز ولګاوه.