روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ادم سمېټ: ټرمپ له افغانستانه د ځواکونو ایستلو طرحه نه لری

د امریکا د ولسی جرګې د دفاعی کمېټې مشر، ادم سمېت وایی، چې د روان ۲۰۲۰ م کال تر پایه د دغه هېواد ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له افغانستان د خپلو ځواکونو وتلو لپاره هېڅ طرحه نه لری.د امریکا د کانګرېس د دفاعی کمېټې تر ټولو جګپوړی غړی وایی: د ټرمپ له هغه اعلام سره سره چې تر کرسمیس به له افغانستانه امریکایی پوځیان وباسی، حکومت داسې هېڅ پلان نه لری، چې د سږ کال تر پایه دې له افغانستانه خپل ځواکونه وباسی.ټرمپ د روانې میاشتې په لومړیو کې له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو د پلان په اړه هغه وخت مغشوش حالت رامنځته کړ، چې ویې ویل، تر کرسمیس به ټول امریکایی پوځیان له افغانستانه وتلی وی.تر ده څو ورځې مخکې د امریکا د ملی امنیت سلاکار ویلی و، چې د راتلونکی ۲۰۲۱ م کال په لومړیو کې به شاوخوا ۲۵۰۰ امریکایی پوځیان په افغانستان کې وی.سمیت وویل: د ځواکونو د شمېر کمول ډېر غور ته اړتیا لری، خو ده د ټرمپ پر څرګندونو په دې خاطر انتقاد کړی، چې په دومره لنډ وخت کې څنګه کېدای شی چې ځواکونه وایستل شی.د کانګرېس د وسله والو خدمتونو د کمېټې رییس وویل، هغسې کوم پلان نه شته چې ټرمپ یې په خپل ټوېټ کې یادونه کړې ده، داسې هېڅ پلان نشته چې تر کرسمیس له افغانستانه ځواکونه وایستل شی. د پینټاګون یا دفاع وزارت چارواکو ویلی، چې دوی ته امر نه دی شوی، چې د کال تر پایه له افغانستانه ځواکونه وباسی.ټرمپ په ۲۰۱۶ م کال کې ژمنه کړې وه، چې د افغانستان بې پایه جګړه به ختمه کړی او خپل پوځیان به له دې هېواده راوباسی،خو دی په دې برخه کې د خپل حکومت د نورو چارواکو له  سخت مخالفت سره مخ شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید