روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

احمد الخضرویه څوک و؟!

لیکنه: ذبیح الله (( نورانی ))

افغانستان او په ځانګړی توګه بلخ ولایت د مشهورو روایاتو پر بنسټ ۷ زرکلن لرغونی، د انسانیت او ژوندانه له اړخونو مالامال تاریخ لری، چې په اړه یې بې شمېره کتابونه او ټولګی  شاهدی ورکوی.

د دې تاریخ یوه برخه د علم او فن لوی، لوی شخصیتونه او د وخت ستر روحانیون او عارفان تشکیلوی.

بلخ ولایت، پۀ تاریخی پېرونو کې یې نړۍ ته علمی شخصیتونه نړۍوال تمدنونه، د فنونو پنځوونکې معروفې څېرې وړاندې کړې، چې نړۍ یې تر اوسه له پنځونو او تخلیقونو ګټه اخلی او په اکاډمیکه برخه کې یې سترې، سترې لاسته راوړنې د همغو مستشرقینو د فنونو پایله وه.

د مؤرخینو او څېړونکو له قوله بلخ یا ام البلاد، چې پۀ قبّهُالاسلام، بخدیانا، بخدی او نورو نومونو هم یاد شوی، تر اسلام او میلاد وړاندې پېرونو کې د داسې تمدن خاوند و، چې حتٰی په مصر او ټوله نړۍ کې یې د تمدن دا ظرافت نه تر سترګو کېدو له جملې یې د ډبرو شلایف‌کاری”لشم والی”، له ډبرو څخه د کروندګرۍ او پښ‌ګرۍ”آهنګرۍ” وسایل او نور …
پۀ همدې ترتیب پۀ اسلامی پېر کې یې د علومو او فنونو پۀ برخه کې هم ستر علمی شخصیتونه وروزل، لکه: د انسانیت معنوی پلار، لوی متبحر عالم او صوفی شخصیت احمد الخضرویه بلخی، ابو علی سینای بلخی، مولانا جلال الدین بلخی او نور ستر ستر محدثین او منورین .

ابو حامد احمد بن خضرویه البلخی چې مقبره یې شاوخوا زرکاله قدامت لری، په ټوله اسلامی نړۍ کې نړۍوال شهرت لری، مولوی په مثنوی کې د هغه په اړه بشپړه شرح لری او د نوموړی په اړه یې ویلی، چې “هغه د کمالاتو معنوی او تصویری کمالات درلودل” او د امام جامی رحمه الله په وینا، “هغه د انسانیت د سترو شیوخو په لومړی قطار کې قرار لری”.

له ابو تراب نخشبی، حاتم، اصمّ، ابراهیم بن ادهم، بایزید، ابوحفص او حداد سره یې ملاقات شوی و، په طریقت کې د حاتم اصمّ بلخی مُرید پاتی شوی و.

د تفاسیرو علم یې له ابو عبدالله صالح، بن عبدالله بن ذکوان باهلی ترمذی، چې د امام ترمذی استاد وو، زده کړی و. نوموړی زیات تصانیف لری چې اوس یې د درجات مقبلین پرته نور هېڅ کتاب نه پیداکېږی ۹۵ کاله یې په سیر او سلوک کې تېر کړل، زرګونه مریدان، چې د پوره کمالاتو څخه برخمن و، تربیه کړل او آن د وفات پر مهال یې هم خپل کرامت ظاهر کړ، وایی: “کله چې یې وفات رانږدې شو، یو تن په دروازه کې ودرېد او له نوموړی څخه یې زده‌کړه وکړه او کله چې یې هغه ته درس ورکړ، له درس وروسته بیا ورک شو او بیخی ونه لیدل شو”.
له ابوحفص حداد څخه و پوښتل شول چې ایا له ده څخه پرته دې بزرګ سړی لیدلی؟ هغه په ځواب کې ورته وویل له احمد بن خضرویه نه مې بزرګ، د لوړ همت څښتن، او د لوی صداقت خاوند نه دی لیدلی او همدا بزرګ وو، چې ما مې د ژوند په اوږدو کې د هغه ساری نه دی لیدلی او له صحبت څخه یې زر تنه د ولایت مرتبې ته رسیدلی و، د هغه ښځه فاطمه د بلخ د یو تن امیر، لور وه.

کله چې بلوغ ته ورسېده، احمد خضرویه ته یې د قاصد په لاس پیغام ولېږو، چې ما د خپلې مېرمنې په توګه ومنه او کله چې نوموړی ته قاصد رسېږی نوموړی یې پیغام ردوی او بیا فاطمه دوه ځله نور قاصد ورلېږی او ورته وایی: چې “زه تا خپل رهبر ګڼم او هیله لرم چې له تا زده‌کړه وکړم او ستا سره پاتې شم”. وروسته یې بیا نوموړی قبلوی او نکاح ور سره کوی.

له نکاح وروسته فاطمه چې د بلخ د یو تن امیر لور وه له دنیا سره مخه ښه کوی او ټول ژوند د خپل خدای جل جلاله رضا او عبادت ته وقف کوی او د ژوند تر وروستیو شېبو د خپل خدای جل‌جلاله عبادت کوی، د حلیته الاولیاء حافظ ابو نعیم اصفهانی په کتاب کې ویل شوی چې د نوموړی په زیارت اوس هم ابدالان راټولیږی.

د حرمینو امام ابوالمعالی عبدالملک جوینی استاد حجه الاسلام غزالی رحمه الله د سټیج په سر د خلکو په حضور کې وایې، چې هر چا چې دینی حاجت وی هغه دې د شداد حکیم زیارت ته ولاړ شی او د چا چې دنیوی حاجت وی هغه دې احمد خضرویه زیارت ته ولاړشی، د مؤرخینو په اتفاق سره یې وفات په (۲۴۰)ه ق کال کې شوی او زیارت یې د مزار شبرغان لویې لاری تر څنګ په لویه هدیره “قبرستان” کې د نوبهار دروازې” باباقو” او برج عیاران، تر منځ د یوې وړې غؤنډۍ پر سر په ګنبده کې قرار لری او په سلطان صاحب باندی مشهور دی.

په بحرالاسرار او فضایل بلخ کې راغلی چې د احمد حضرویه زیارت د قرض د اداکېدو پۀ دُعاء کې تجربه شوی او همدا راز په بحرالاسرار کې راغلی چې د ام علی مور او د احمد خضرویه مشرې ښځې مؤمنې زیارت یا مقبره هم د احمد خضرویه په څنګ کې ده او هغه خبره چې ګواکی حلوا فروش ماشوم او د احمد خضرویه ماشومان هم دلته موجود دی او په اړه یې مولانا په مثنوی کې یادونه کړې، حقیقت نه لری.

دلته دا هم مشهوره ده، چې د شیخ احمد تر څنګ دوې ګنبدی موجودې دی، چې په یوې کې یې څو قبرونه دی چې په اړه یې ویل کیږی چې په دې ګنبده کې حلوا خرڅوونکی ماشوم او د شیخ احمد ماشومان دفن دی، چې اصلا دلته د تېرو انقلابونو پر مهال دا هدیرې او قبرونه نړېدلی او اوس دا قبرونه تر خاورو لاندې دی

البته یوڅۀ چې ښکاری ګومان پرې کېږی چې ګواکی دا به هماغه حلوا خرڅوونکی ماشوم او د شیخ احمد ماشومان وی، او دوهمه ګنبده کې ویل کېږی چې د شیخ احمد ښځه فاطمۀ بلخی ده او واقعا هم هلته یو لوی قبر ښکاری، خو بحرالاسرار کې ویل شوی چې دلته باید د ام علی په ګډون دوه قبره موجود وی او دا احتمال هم شته چې دواړه دی په یو قبر کې وی ځکه لور او مور دلته دواړه د مؤمنې په وصاق کې وې او وروسته له اوږده وخته د شیخ احمد څنګ ته راوړل شوی، له همدې امله ممکن د انتقال پرمهال د دواړو تنها هډوکې پاتی شوی او د دواړو هډوکې راوړل شوی وی او یو ځای دفن شوی چې اوس هم یو زیارت ښکاری، او یا دا چې بېل، بیل سره دفن شوی وی او بېل، بیل زیارتونه یې وی او دوی دواړو لور او مور د مؤمنې په اطاق کې دفن شوی دی او ویل کېږی چې دوی سید مبارکشاه حسینی دفن کړی دی، ځکه حضرت شیخ احمد د مؤرخینو په اتفاق د عباسیانو لسم خلیفه متوکل د واکمنۍ پرمهال وفات شوی او دا ۲۴۰ ه ق کال سره سمون خوری، له همدې امله ګومان دا دی چې ممکن دا زیارتونه څو ځلی ترمیم او جوړ شوی وی او اوس یې هم زیارت د تخریب امکان لری که ترمیم او جوړ نه شی ممکن تخریب او له منځه لاړ شی.

مفتی غلام سرور لاهوری په خزینهُالاصفیاء کې د نوموړی د وفات تاریخ د قطب الدین احمد له جملاتو، والاقطب کامل او واقف احمد څخه را ایستلی و، چې مجموعه یې ۲۴۰ ه ق جوړیږی.
لومړی

شیخ احمد شه خراسانی

ذات پاکش سعیدواسعدبود

سال ترحیل وی ندا آمد

ای بګو قطب دین احمدبود

دوهم

جناب احمدخضرویه مقبول

شدعالم معلی قطب کامل

بګو مقصود سال رحلت او

دګرفرماکه والا قطب کامل

درېیم

احمد خضرویه چون ازلطف حق

نیز احمد زاهد حق بین بخوان

واقف احمد بګو تاریخ او

نیز احمد زاهد حق‌بین بخوان

همدا راز د نوموړی سره په هدیره کې نور مهم او علمی شخصیتونه هم خښ دی چې د هویت په اړه یې دقیق او کره معلومات نشته او تنها ځینی خلک پرې تبصرې کوی.

پای

ممکن است شما دوست داشته باشید