روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اتمر د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو له سفیرانو سره پر افغان سولې خبرې وکړې

محمد حنیف اتمر د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو له سفیرانو سره پر افغان سولې خبرې کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر ددې سازمان د غړیو هېوادونو له سفیرانو سره وړم ماښام مهال د افغان سولې پروسې په پرمختګونو او دې بهیر ته د متوجه ننګونو په اړه بحث کړی دی.له دې وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې ښاغلی اتمر د یاد سازمان د غړیو هېوادونو له سفیرانو سره د افغان سولې پروسې په وروستیو پرمختګونو، دې بهیر ته په متوجه ګواښونو، اندېښنو او فرصتونو خبرې کړی دی.په دې غونډه کې د یاد سازمان د غړیو هېوادونو سفیرانو د افغان سولې پروسې برخه کې د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.د شانګهای سازمان غړیو هېوادونو سفیرانو په داسې مهال د افغان سولې برخه کې د ملاتړ ډاډ ورکړی، چې د حکومت او طالبانو مرکچی ټېمونه تر اوسه د عمومی بحث پر اجندا او تګلارې نه ‌دی سلا شوی او دا هم معلومه نه ده چې کله به یوې معلومې پرېکړې ته ورسېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید