روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

آی سی سی: په افغانستان کې د ځینو مواردو په سر لا هم د کرېکټ بشپړ ملاتړ کوو

د کرېکټ نړیوالې شورا د افغانستان کرېکټ په اړه په تازه څرګندونو کې وېیلی، چې په افغانستان کې له کرېکټه بشپړ ملاتړ کوی،خو لا هم په ځینو مواردو کې ډېر کار ته اړتیا لری. د افغانستان کرېکټ په اړه هغه مهال په نړیواله کچه منفی راپورونه خپاره شول، چې د افغانستان اسلامی امارت ځینو چارواکیو ښځینه کرېکټ ته په هېواد کې د اجازې نه ورکولو څرګندونې وکړې، دوی ښځینه کرېکټ د اسلام او افغانی عنعناتو خلاف وباله،خو د افغانستان کرېکټ بورډ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې به د ځینو شرایطو په پلی کېدو سره د ښځینه کرېکټ دوام وکړی، په داسې حال کې چې ښځینه کرېکټ له پخوا په افغانستان کې ځانګړی ملاتړ نه لری.د کرېکټ نړیوالې شورا مشر چیف الاردایس په تازه څرګندونو کې په عربی اماراتو کې رسنیو ته وېیلی ،چې افغان کرېکټ بورډ د ښځینه کرېکټ د دوام په اړه دوی ته ډاډ ورکړی او دوی هم لا په دغه هېواد کې په ښځینه کرېکټ د بندیزونو نښې نښانې نه دی لېدلی.هغه زیاته کړه چې نړیواله شورا افغانستان کې د رژیم بدلون پرمهال له افغان کرېکټ بورډ سره په منظم ډول تماس کې و، خو د راتلونکی وضعیت په اړه به یو راپور ترلاسه کړی او د هغې پر اساس به غور وکړی.د کرېکټ نړیواله شورا په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې له ګډون، د لوبډلې او په نړیواله کچه د لوبغاړو له کړنو خوښه ده، د یادې شورا مشر وویل: (( موږ د دوی ملاتړ وکړ او تاسې ولیدل چې دوی څرنګه کارکردګی په نړیواله کچه وښودله)) د افغانستان رییس الوزرا له لوری تېره اوونۍ عزیز فضلی په یوه رسمی فرمان له دندې ګوښه او میرویس اشرف نوی رییس وټاکل شو.اوس  د افغان کرېکټ بورډ سرپرست عمومی رییس ښاغلی میرویس اشرف او اجرائیه رییس نصیب خان له نړیوالې شورا سره د راتلونکو غونډو په موخه عربی اماراتو کې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید