روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

آیا پر سعودی به حوثی یاغیان بریدونه نه کوی؟

په یمن کې د ایران ملاتړی حوثی یاغیانو د سولې د یوې برخې په توګه پر سعودی عربستان د ټولو بریدونو پای ته رسولو وړاندیز کړی، چې ملګرو ملتونو یې هرکلی کړی دیپه خبرپاڼه کې ویل شوی، دا وړاندیز (( د جګړې د ختمولو لپاره د هوډ‌ قوی پیغام دی .))دا وړاندیز داسې مهال شوی، چې اوونۍ مخکې بې پیلوټه الوتکو د سعودی عربستان د تېلو دوه چڼځایونه په نښه کړل.‌ حوثی یاغیانو د بریدو مسوولیت ومانه، خو امریکا او سعودی یې مسوولیت پر ایران واچاوه. تهران په دې بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید