روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

آیا د کشمیر ستونزه په افغانستان کې له سولې سره تړاو لری؟

د هند اوسنى دولت چې مشری یې د بی جی پی ګوند مشر نریندرا مودی کوی له  څه باندې ۷۰ کلونو وروسته په تېر اګست میاشت کې د هند تر ولکې لاندې کشمیر په اړه د اساسی قانون ۳۷۰ یمه ماده چې له مخې، یې کشمیر ته ځینې ځانګړې امتیازات ور کړل شوی وو او د یوې آزادې سیمې حیثیت یې درلود له منځه یووړه. له دې وروسته پاکستانی چارواکو د کشمیر ستونزه په افغانستان کې له سولې سره تړلې وبلله، دا چې په ریښتیا د کشمیر ستونزه په افغانستان کې له سولې سره مستقیم تړاو لری او که نه؟ په دې تحلیل کې پرې شننه شوې.

 د کشمیر کړکېچ ته ځغلنده کتنه :
 له ۱۹۴۰ کال را وروسته چې هند او پاکستان د برېتانیې له امپراتورۍ آزادی ترلاسه کړه، دواړه  هېوادونه ادعا کوی، چې کشمیر یې د هېواد برخه ده، له یو بل سره له درې ترسره شویو جګړو څخه دوه هغه یې د کشمیر پر سر ترسره کړی، چې شاوخوا اویا زره کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ور کړی دی. د نړۍ د نورو سیمو په پرتله د کشمیر پر سیمه زیات نظامی ځواکونه شتون لری  او ځایی کشمیریان بیا د هندی ځواکونو له شتون سره سخت مخالف دی او د هغو کسانو ملاتړ کوی ، چې د هندی ځواکونو پر ضد ودریږی.

د ۳۷۰ یمې مادې له منځه وړل او د کشمیر اوسنى وضعیت:

 د روان کال د اګست میاشتې پر پنځمه د هند له خوا له ۷۰ کلونو وروسته د اساسی قانون ۳۷۰ یمه ماده چې له مخې یې د هند تر ولکې لاندې کشمیر ته ځانګړی امتیازات او واک ور کړل شوی و له منځه یوړه. د دې مادې له مخې د هند تر ولکې لاندې کشمیر یوه  خودمختاره سیمه وه او د هند د نورو برخو اوسېدونکو نه شو کولی دلته مځکې وپیری، د دې سیمې خلکو خپل اساسی قانون او خپل ځانګړى بېرغ درلود، خو د دفاع، بهرنیو چارو او ارتباطاتو په برخو کې بیا د مرکزی دولت تر رسمی اغیزو لاندې وو، خو د دې مادې له ختمېدو وروسته کشمیر د هند د نورو ایالتونو په څیر حیثیت غوره کړ، اوس د نورو ایالتونو خلک کولی شی دلته مځکې واخلی او سرمایه ګذاری وکړی او ځانګړی حیثیت یې ختم شو. اوس زیات شمېر هندی ځواکونه هلته ځای پر ځای شوی، ګرځبندیز لګېدلی او ډېر سیاسی مشران او مظاهره چیان نیول شوی. د کشمیر پخوانی وزیر عمر عبدالله د یادې مادې له منځه وړل د هند یو اړخیزه پرېکړه بللې او اوسنۍ وزیره محبوبه مفتی، چې د ۳۷۰ یمې مادې له ختمېدو وروسته په کور کې نظر بنده شوه د اګست پنځمه د هند د د ډیموکراسۍ لپاره توره ورځ ونوموله او د هند پر اوسنی واکمن ګوند یې توندې نیوکې وکړې. د نړیوالو ورځپاڼو پر بنسټ هندی ځواکونو په سرېنګر کې زیات شمېر کسان شکنجه کړی، دتېلفون او انټرنیټ خدمتونه تم شوی، روغتیایی مرکزونه  یا بند دی او یا په ټېټه سطحه خدمتونه وړاندې کوی، تعلیمی ادارې بندې دی اود ورځې چارې هم په ټپه ولاړې دی او دا لړۍ لا دوام لری.

د کشمیر ستونزه د نړیوالو له نظره: د اسلامی همکاریو د سازمان په ګډون ترکیې او ځینو نورو هېوادونو د کشمیر پر مسئله جدی غبرګونونه ښودلی، پاکستان بیا نړیوالې ټولنې ته رسماً شکایت کړی. د جینوا د حقوقو کنوانسیون ۴۲ مې غونډې ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی د کشمیر ستونزې په اړه وینا و کړه او د  هند له زیاتی او ځورونو څخه یې نړیوال خبر کړل، چې هند دغه ادعاوې ټولې رد کړې. هند بیا وایی: دا یې داخلی موضوع ده او چا ته دا حق نه ورکوی چې په دې اړه څرګندونې او مشورې ور کړی. دوى ادعا کوی چې هندی ځواکونه د بشر حقونو ته پوره احترام لری دوى یوازې د بېلتون غوښتونکو مخه نیسی. د ۳۷۰ یمې مادې له منځه وړل یې کشمیریانو او په ټوله کې هېواد ته د پرمختګ ګام بللی.پاکستان بیا د هند تر ولکې لاندې کشمیر د هند له لوری په ناوړه توګه نیول شوې سیمه ګڼی او د ځان حق یې ګڼی، په همدې پار یې د چین، ترکیې او اسلامی هېوادونو په ګډون د نړیوالې ټولنې دروازې د ملاتړ خپلولو لپاره ټکولی. له  چین او ترکیې پرته نورو هېوادونو د کشمیر ستونزه د پاکستان او هندوستان خپلمنځی ستونزه ګڼلې او په دې اړه یې دواړو هېوادونو ته د حل لارې د موندلو غږ کړی دی.

متحدو عربی اماراتو بیا د هند له ګام اخیستو وروسته، د هند لومړی وزیر ښاغلی مودی ته عالی دولتی نښان هم ورډالۍ کړ، چې یاد کار بیا په پاکستان کې سخت غبرګونونه راوپارول او د اماراتو د شیخ دا کار یې د مظلومو کشمیریانو په حق کې ستر او نه بخښونکى ظلم او زیاتى یاد کړ.

په افغانستان کې سوله او د کشمیر ستونزه : د پاکستانی چارواکو هغه ادعاوې چې د کشمیر مسئله له افغان سولې سره اړونده بولی، په ټولیزه توګه بې بنسټه دی، په دې اړه د پاکستانی چارواکو له ډلې د شهباز شریف هغه خبرې چې د کشمیر ستونزه یې په افغانستان کې له سولې سره تړلې وه او عمران خان یې پړ بللى و، چې په افغانستان کې د سولې پر وړاندې یې له ولسمشر ټرمپ سره پر کشمیر معامله کړې، نه یوازې دا چې په خپله د لومړی وزیر عمران خان له خوا رد شوې، بلکې د کشمیر په اړه یې د ټرمپ څرګندونې د سوېلی آسیا د اقتصادی پرمختګ برخه وګڼلې او بل دا چې په تاریخی لحاظ د افغانستان او کشمیر ستونزې له یو بل سره هېڅ تړاو نه لری، ځکه د کشمیر په مسئله کې د افغانستان خلکو تل له مظلومو کشمیریانو سره د پیل شوی ناورین د ختمېدو هیلې څرګندې کړی. د پاکستانی چارواکو دا بې ځایه ادعاوې نه یوازې دا چې د هند د نفوذ کمولو او د نړیوالو دپام را اړولو یوه بې اساسه هیله ګڼل کېږی، بل څه یې نه شو بللى. کشمیریان بایدپرېښودل شی ،چې خپل راتلونکى برخلیک په خپله وټاکی او نړیواله ټولنه هم باید په دې اړه کوټلی ګامونه واخلی او پرې نږدی چې نور د کشمیر مظلوم خلک یوه تیاره راتلونکې ولری.

له دې انکار نه شی کېدلی چې په هر هېواد کې بې ثباتی کولی شی، اړوندې سیمې په غیر مستقیم او مستقیمه توګه اغېزمنې کړی، خو دا چې پاکستانی چارواکی د کشمیر ستونزه په افغانستان کې له سولې سره په مستتقیم ډول نښلوی، دا یوازې د دوو ګاونډیو هېوادونو په توګه د افغانستان او پاکستان د اړیکو په  خرابولو کې مرسته کوی او بس، ځکه د کشمیر ستونزه یوه له هغوپیچلو ستونزو څخه ده، چې له لومړی وخت څخه له پامه غورځول شوې ، خو له بده مرغه پاکستان غواړی چې له افغان کشالې څخه د کشمیر ستونزې په برخه کې ناوړه ګټه پورته کړی او افغانستان یې د خپلې سیالۍ ډګر ګرځولی چې دا بیا افغان ولس ته په هېڅ قیمت د منلو وړ نه ده.

د کشمیر په اړه د هند او پاکستان غلطو پالیسیو د سیمې او د افغانستان په څېر هېواد اقتصادی وضعیت چې بحر ته لاره نه لری او هند سره یې سوداګری د پاکستان له لارې په آسانۍ سره ترسره کېږی هم له نامعلوم راتلونکی او وېرې سره مخ کړى  او دا چې په وروستیو کې پاکستان د افغان سوداګرو د آسانتیا او د خپلې اقتصادی ځوړتیا د رغولو لپاره اړین ګامونه اخیستی، خو بیا هم وېره شته چې د کشمیر ستونزې دا پرمختګونه ټکنی او اغېزمن کړی، د سیمې د سوداګرو ترمنځ یې د امن او راکړې ورکړې په اړه اندېښنې زیاتې کړی، خو بله خوا دا کار کولی شی پاکستان ته، چې له اقتصادی ستونزو سره مخ دی ډېر زیان ورسوی، ځکه افغانستان اوس د خپل اقتصادی پرمختګ لپاره له پاکستانه پرته نورې بدیلې لارې هم لری، چې افغان سوداګر وکولی شی له  هغو بدیلو لارو څخه خپلې راکړې ورکړې ترسره کړی.

که چېرې امریکا دواړه هېوادونه پاکستان او هند د سیمې د بې ثباتۍ او له افغانستان څخه د سیالۍ د ډګر په حیث ګټې اخیستنې څخه را و نه ګرځوی، نو دا کار کولی شی په راتلونکې کې د سیمې امنیت له خنډ سره مخ کړی او بله خوا چین چې د کشمیر په مسئله کې د پاکستان پلوی کوی باید له  خپل ستراتیژیک او سیمه ییز رول څخه په ګټې اخیستنې دواړه هېوادونه هند او پاکستان د کشمیر د مسئلې پر سر یوى تل پاتی حل موندنې ته راوبولی، ترڅو د مظلومو کشمیریانو ځورونې او بې ځایه وژنې پای ته ورسېږی. که چېرته چین دا کار و نه کړی ، نو په سیمه کې د چین لویې اقتصادی پروژې لکه سی پیک (CPEC) او ون بیلټ ون روډ هم له ستر خنډ سره مخ کېدلی شی، دا ځکه چې د چین دلویو اقتصادی پروژو دپلی کېدو لپاره د سیمې امنیت خورا ډېر اړین دی.

پایله : د پاکستانی چارواکو هغه ادعاوې چې د کشمیر ستونزه په افغانستان کې له سولې سره تړلې بولی، په ټولیزه توګه بې بنسټه دی. او د کشمیر د خلکو او مسلمانانو ستونزه، چې له تېرو اویا کلونو راهیسې د پاکستان او هندوستان ترمنځ را روانه ده، باید په اړه یې د یوې تلپاتی حل موندنې لپاره کار وشی او نور پرېنښودل شی یاده سیمه چې له اقتصادی، فرهنګی او تاریخی لحاظه ځانګړى ارزښت لری د دواړو هېوادونو د ناوړه سیاستونو ښکار شی. د اسلامی همکاریو سازمان، نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه اسلامی هېوادونه باید نور د کشمیریانو غږ  واوری او په اړه یې ملامته خاموشی نوره پای ته ورسوی او د هغوی حقونو ته باید ځانګړې پاملرنه وشی  او د دې کار په ترسره کېدو سره به نه یوازې د کشمیر ښکلې سیمه له روانو ناخوالو څخه خلاصه شی، بلکې د سیمې او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د سولې په اړه پلمې چې پاکستانی چارواکی یې کوی هم پای ته ورسیږی  او افغانستان به په نږدې راتلونکې کې تلپاتې سولې ته ورسېږی.

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز

ممکن است شما دوست داشته باشید