روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

آغلې حسینه صافۍ: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالی د مخنیوی په موخه ۱۶ ورځنى کمپاین پیل کړى دى

د ښځو پروړاندې دتاوتریخوالی دمخنیوی نړیواله ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، دافغان ښځو شبکې او د ژورنالېستو ښځو دملاتړ مرکز له خوا د حکومت داطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ولمانځل شوه. د غه ورځ چې د روانې لیندۍ میاشتې له ۶ مې سره برابره ده دنړۍ په ټولو هېوادونو کې دغونډو په جوړولو سره لمانځل کېږی. داځل د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له نورو ادارو سره په همغږۍ دغه ورځ د۱۶ ورځنی کمپاین په پلی کولو سره لمانځی. داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سر پرستې حیسنې صافۍ وویل: داطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ښځو پروړاندې دتاوتریخوالی دمخنیوی په موخه ۱۶ ورځنى کمپاین پیل کړى دى، دښځو پروړاندې دتاوتریخوالی دمخنیوی پرسیستم کارکوو، دغه سیستم باید ساده شی چې ښځې وتوانېږی هغه پرمخ بوزی. موږ د ښځو مسئلې یوازې دښځو چارو وزارت پورې نه تړو بلکې موږ په هرځاى او هر آدرس کې ، چې اوسیږو باید مسوولیت یې ومنو، چې څنګه په انفرادی ډول مسوولیتونه پرمخ بوزو ، چې وتوانېږو دښځو پروړاندې دتاوتریخوالی دمخنیوی پېښې په مرکز او ولایتونو کې راټیټې کړو. مېرمن صافۍ زیاته کړه: تاوتریخوالى یوازې فزیکی نه ، بلکی روحی، محیطی،کورنی، ټولنیز او فرهنګی، ډولونه هم لری. دښځو پروړاندې تاوتریخوالى یوازې په افغانستان کې نه ،بلکې دنړۍ په سطحه مېرمنې دتاوتریخوالی له کرغېړنې پدیدې سره مخ دی. داسې شاخصونه او معیارونه منځ ته راغلی ،چې د هغو په واسطه دښځو پروړاندې د تاوتریخوالی مخه نیول کېداى شی. موږ هم دنړۍ دلویې کورنۍ پربنسټ دافغانستان له ښځو څخه استازیتوب کوو او غواړو په دې تړاو ځینې پروګرامونه ولرو. یو داچې اطلاع رسانی وکړو ،چې په دې ډول دتاوتریخوالی مخنیوى وشی، سربېره پردې چې موږ څنګه کولاى شو فردی اوټولنیز رسمی او غیر رسمی نوښت راوړوچې دتاوتریخوالی کچه مالومه اوپه کې کمښت راوړو. آغلې صافۍ څرګنده کړه: ټولې رسنۍ خبرې دی ،چې په افغانستان کې دښځو پروړاندې دتاوتریخوالی دمخنیوی په اړه یو پروګرام لیدل کېږی. داطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم دیو داسې ارګان په توګه په رسمی چوکاټ کې دنده لری، چې دتاوتریخوالی کچه راټیټه کړی. موږ په څلورو قوانینو کې دوه قوانین او دوې مقررې لرو، دتاوتریخوالی د مخنیوی قانون ۱۱  مادې او ۳ بنده لری، داطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولیت لری چې دپروګرام جوړولو پلان له دولتی او غیردولتی رسنیو سره جوړ کړی،څو هغه پروګرامونه ،چې دښځو پروړاندې دتاوتریخوالی په مخنیوی کې له موږ سره مرسته وکولاى شی اویا داچې دترویجی پروګرامونو لپاره هلې ځلې وکړو. داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د داسې ارګان په توګه ،چې ټولې رسنۍ یې تر ادارې لاندې  دی،باید دغه رسنۍ و ارزول شی او همدارنګه نظارت هم شی. کومې نشر یې ،چې چاپ ته سپارل کېږی په هغو کې دمېرمنو پروړاندې دتاوتریخوالی پلوی ونه شی اوهمدارنګه فرهنګی خپرونې وتوانېږی چې په کورنیو کې خپل نظارت وکړی ،دیادې مقررې پربنسټ نه یوازې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ،بلکې ټول وزارتونه مکلف دی،چې په خپلو وزارتونو کې دشخړو دحل لپاره په کارپوه کمېټه جوړه کړی،چې دجندر په سطحه مېرمنې کومې ستونزې لری دتاوتریخوالی نیولې تر ارتقا پورې اویا د ظرفیت لوړولو د بهیر ستونزې کولى شی، په یاده کمېټه کې حل کړی. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغسې کمېټه لری او ښې لاسته راوړنې هم لری . د ژورنالېستو ښځو دملاتړ مرکز رییسې مېرمن فریده ((نیکزاد)) د ښځو پروړاندې دتاوتریخوالی دمخنیوی د څرنګوالی په تړاو داسې نظر څرګند کړ: دښځو پر وړاندې دتاوتریخوالی دمخنیوی نړیواله ورځ رارسېږی او هغه خویندې ،چې دتاوتریخوالی قربانی شوی ، په دغې نړیواله ورځ کې باید څرګندې شی چې دشهیدو شویو ښځو په ګټه دی. دافغانستان ټولنه یوه دودیزه اوسنتی ټولنه ده ،چې پراخې رېښې لری. په افغانستان کې مېرمنې له تاوتریخوالی سره مخ دی هغه، چې سواد لری اویایی نه لری داسې نه لېدل کېږی ،چې هغوى تاوتریخوالى نه وی تجربه کړى ،ښځینه خبریالانې دافغانستان دټولنې غړې دی دوى له تاوتریخوالی سره مخ شوی دی تاوتریخوالى ، په بېلابېلو ډولونو شتون لری له عاطفی پلوه تاوتریخوالی سړى له منځه وړی دغه ډول تاوتریخوالى په کاری چاپېریال او دفترونو کې منځ ته راغلى دى.

دافغانستان دښځو دشبکې استازې مېرمن نجلا ((راحل)) ډاګېزه کړه: موږ ددې شاهدان یو،چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا دښځو پروړاندې دتاوتریخوالی دمخنیوی لپاره پروګرام جوړ شوى دی، تاوتریخوالى چې ډېره کرغېړنه اوشومه پدیده ده. په افغانستان کې له دغې پدیدې سره افغان مېرمنې لاس او ګرېوان دی،چې سړى ډېر اندېښمنوی که ،چېرې موږ دافغانستان په څارنوالیو کې دښځو پروړاندې دتاوتریخوالی دپېښو انځورونه وګورو دښځو حالت ډېرخواشینوونکى دى، هره ورځ دښځو پروړاندې دتاوتریخوالی خبرونه اورو، خو اوس موږ نه شو ویلاى ،چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالى لوړ اویا ټیټ شوى ، ځکه کره ارقام او دقیقه شمېره په واک کې نه لرو.   نوری- هېواد

ممکن است شما دوست داشته باشید