روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

آغا خان بنسټ له افغانستان سره همکاریو ته دوام ورکوی

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمد اشرف غنی پرون ورځ له غرمې مخکې، د افغانستان لپاره د آغا خان پراختىاىی بنسټ له سفىرې او ځانګړې استازې سره نورجهان موانی د مخه ښې کتنه وکړه.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، جمهوررییس غنی د مختلفو پروژو په تطبىق په ځانګړی ډول د انرژۍ، کرنې او په افغانستان کې د تارىخی ابداتو د ساتنې په برخو کې د مېرمن نورجهان موانی هڅې وستاىلې. جمهوررییس له افغانستان سره د اغا خان بنسټ د دوامداره همکارىو مننه وکړه او مېرمن موانی ته ىې په راتلونکو مامورىتونو کې د برىالىتوب هىله وښووده.

همداراز مېرمن نورجهان موانی په افغانستان کې پخپل مامورىت خوښی وښووده او وې وىل، اغا خان پراختىاىی بنسټ به په مختلفو برخو کې له افغانستان سره خپلو همکارىو ته دوام ورکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید