روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

آزادی

شهرت د عقل له نامه د افلاطونه نه ځی
د آزادۍ مینه هېڅکله له پښتونه نه ځی
که هر څه لاړ شی له دې دهره او جهانه ځنې
د بل ترجغ لاندې ژوندی ویښ ملتونه نه ځی
د آزادۍ معراج ته نه رسېږی هغه کسان
چې د غیرت او ننګ په لار کې یې سرونه نه ځی
پر توره باندې چې مړنه شی څوک یې نه پېژنی
داسې مزار ته پښتنې ملالې نجونه نه ځی
سرومال ځی د عشق په لار کې خاورې کېږی زړونه
د لیلى مینه پس له مرګه له مجنونه نه ځی

 

ممکن است شما دوست داشته باشید