د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دوکتور نور محمد ثاقب د آریانا هوایی شرکت له مسئولینو سره وړمه ورځ کتلی دی ، په پیل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د حاجیانو د لېږد او راستنېدو په برخه کې د یاد شرکت د پلانونو او اقداماتو په اړه د معلوماتو او توضیحاتو غوښتنه وکړه.په دې کتنه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او د دې وزارت د رهبرۍ یو شمېر غړو هم حضور درلود.له یاد شرکته د حاجیانو د لېږدونې د پلان او اقداماتو، د هغوى د وړتیا او ظرفیت ترڅنګ د حاجیانو د لېږدونې د لګښتونو په اړه هم معلومات وغوښتل شول.د یاد شرکت مسئولینو په خپل وار د وزارت رهبرۍ غړو ته د شته ظرفیتونو او آسانتیاوو او د حاجیانو د لېږد د پلان په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د حاجیانو لېږد سوداګری نه، بلکې خپل دینی مکلفیت وګاڼه او ژمنه یې وکړه، چې حاجیانو ته د لا زیاتو اسانتیاوو په برابرولو کې هر راز همکاریو ته چمتو دی.
په پای کې د آریانا افغان هوایی شرکت د مسئولینو د نظرونو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته پرېکړه وشوه، چې د دوى د ټکټونو وروستی نرخونه او شرایط دې له دغه وزارت سره په لیکلی ډول مطرح شی.