روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

آذربایجان او ارمنستان یو بل د اوربند په سرغړونو تورنوی

آذربایجان او ارمنستان یو بل تورنوی، چې د لانجمنې ګډې پولې په اوږدو کې یې له اوربنده سرغړونه کړې ده.

د آذربایجان د دفاع وزارت په بیان کې ویلی، چې ارمنی ځواکونو په کلبه جر ( kal-ba-JAR ) ولسوالۍ کې د دوی پر ځواکونو ډزې کړی دی.دا ادعا څو ساعته وروسته تر دې وشوه، چې آذربایجان وویل: یو سرتیری یې د ارمنستانی ځواکونو له خوا ګډې پولې ته نږدې وژل شوی دی.په همدې حال کې د ارمنستان د دفاع وزارت ویلی، اذربایجانی ځواکونو د دوی د پوځ پر مېشت ځایونو ډېرې ډزې کړی دی.خپلواکو سرچینو لا د دغو متبادلو ډزو راپورونه نه دی تایید کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید