روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

آذربایجانی ځواکونو په نګورنو قره باغ کې د سوشی ښارګوټی نیولی

د آذربایجان ولسمشر الهام علییف وایی: د هېواد ځواکونو یې په نګورنو قره باغ کې د شوشی په نامه دویم ستر ښار نیولی دی.د ارمنستان چارواکی وایی: په دې ښارکې جګړه روانه ده.د علییف تردې څرګندونو وروسته ډېر خلک په باکو کې راټول شول او د شعارونو په ورکولو او د بیرغونو په ښورولو سره یې دغه بریا ولمانځله.د علییف تر دغه اعلام مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپلو سیالانو، د ترکیې او د فرانسې له ولسمشرانو سره د نګورنو قره باغ د لانجې په اړه خبرې وکړې او پوتین او ایمانویل مکرون په سیمه کې د ارمن ټبرو او د آذربایجان د ځواکونو ترمنځ د پراخو شخړو په اړه جدی اندېښنه ښکاره کړه.نګورنوقره باغ چې نړیوال یې د آذربایجان د خاورې یوه برخه بولی، په کې مېشت اکثریت ارمن ټبری یې خپلواکه سیمه بولی.

ممکن است شما دوست داشته باشید