روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

یو شمېر دولتی کارکوونکی: معاشونه مو کم خو د توکو بیې څو برابره لوړې شوې

یو شمېر دولتی کارکونکی په ورځنی ډول د خوراکی او سون توکو له لوړو بیو او دغه شان د میاشتنی معاش د کمښت له امله شکایت کوی.

دوی وایی، سره له دې چې اسلامی امارت د دوی معاشونه کم کړی، خو له بلې خوا د خوراکی او سون توکو بیې هم لوړې شوې او دوی یې د پېرلو توان نه‌لری.

د دوی په خبره، په داسې حال کې چې په تېرو ۱۵ کلونو د هر څه بیې څو برابره زیاتې شوې، خو د دوی په معاش کې زیاتوالی یا مثبت تغییر نه‌دی راغلی.

فتانه په کابل کې له تېرو ۱۳ کلنو راهیسې په یو دولتی ښوونځی کې ښوونکې ده.

نوموړې په تېر حکومت کې ۱۰ زره افغانۍ معاش درلود خو اوس د ۹ زره افغانۍ معاش اخلی.

فتانه وایی، په اسلامی امارت کې نه‌شی کولای خپله ۷ کسیزه کورنۍ په دې ۹ زره افغانیو وچلوی.

نوموړې وایی: “۹۰۰۰ افعانۍ دی او کله چې خپل معاش رواړم ټولې پېسې زړې دی او هغه هم دوګانداران نه اخلی، نرخونو زیات لوړ دی او زه نه‌شم کولای خپله ۷ کسیزه کورنۍ په دې ۹ زرو افغانیو باندې وچلوم.”

په افغانستان کې بې‌وزلی تر بل هر وخت ډېره شوې او ترڅنګ یې د توکو بیې څو برابره لوړې شوې دی.

د دولتی مامورینو لږ امتیازات کومه نوې خبره نه‌ده، دغه چاره په تېر حکومت کې هم وه خو اوس اقتصادی بحران دغه فشار دوه برابره کړی دی.

د اسلامی امارت له واکمنۍ وړاندې په افغانستان کې یو امریکایی ډالر له ۷۹ نه تر ۸۰ افغانیو پورې تبادله کېده، د یو بورۍ اوړو بیه ۱۶۰۰ افغانۍ و، یو ۱۶ کلیویی د غوړو قوطۍ ۱۰۸۵ افغانۍ او ۲۴ کلیو ګرامه وریجې ۲۳۰۰ افغانۍ وې.

خو په کابل کې یو امریکایی ډالر په ناڅه ۹۰ افغانۍ تبادله کېده او د یو بورۍ اوړو بیه ۲۳۵۰ افغانۍ، د ۱۶ کلیویی غوړیو بیه ۱۸۵۰ افغانۍ او ۲۴ کلیو ګرام وریجو بیه ۲۹۰۰ افغانۍ و.

دغو نرخو په کابل کې د حکومت تر کنټرول لاندې ښاروالۍ ریاست له رسنیوو سره د جمعې په ورځ شریک کړی دی.

خو د کابل ښار اوسېدونکی وایی چې، هټیوال د ښاروالۍ ریاست نرخ پاڼې ته پام نه‌کوی.

له بلې خوا بیا یو شمېر دولتی کارکونکی او عام وګړی وایی چې، مجبوره دی خوراکی او سون توکی په لوړه بیه وپېری.

“نرخونه د تېر کلونو په پرتله زیات لوړ شوی، ژمی په مخ کې لرو”

ځینی دولتی کارکونکی بیا وایی، سره له دې چې کلونه کلونه کېږی د ژوند د لومړنیو توکو په رانیولو په سمه توګه نه شی توانېدلی ،خو معاشونه یې لا هم نه‌دی لوړ شوی او په لږ معاش د خپل کور هغه اساسی اړتیاوې نه‌شی پوره کولی.

د کابل ښار اوسېدونکی احمد ضیا وایی: “نرخونه د تېرو کلونو په پرتله زیات لوړ شوی، ژمی په مخ کې لرو، د ډبرو سکارو ټن په ۸ زره افغانۍ و اوس ۱۵ زره افغانیو ته لوړ شوی، ددغو نرخو د کنټرولو په برخه کې باید حکومت لاس په کار شی.”

نوموړی وایی، په افغانستان کې د اقتصادی ستونزو او د زیاتې بې‌کارۍ سره د خوراکی او سون توکو بیو لوړوالی خلک له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.

دا چې د کابل ښاروالۍ نظر په دې اړه څه دی، د دغه ریاست ویاند نعمت الله بارکزی ددغه راپور تر خپرېدو پورې ځواب نه‌ دی وېیلی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید