روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

یوناما د افغانستان پر وضعیت له تاجیکستان او ازبیکستان سره خبرې کوی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یوناما مرستیال مارکوس پوتزل له دغه هېواد او خلکو سره د سیمه‌ییزو همکاریوو په اړه د خبرو په هدف تاجیکستان او ازبیکستان ته تللی دی.

یوناما اعلام وکړ چې ښاغلی پوتزل به د دې اوونۍ د خپل سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو له حکومتی چارواکو سره له افغانستان سره د سیمه ییزو همکاریوو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړی.

یوناما په دې اړه نور جزئیات ورنه‌کړل، خو ویې وېیل، چې ښاغلی پوتزل وړمه ورځ دوشنبې ښار ته ورسېد.

د تاجیکستان او ازبیکستان استازو د تېرې چهارشنبې په ورځ په مسکو کې په دې غونډه کې ګډون وکړ او له ټولو ګډونوالو سره یې  موافقه وکړه چې د افغانانو ترمنځ د خبرو او په سیمه کې د ثبات او امنیت لپاره به همغږی او سیمه ییزې هڅې زیاتې کړی. د ازبیکستان په ګډون ځینو هېوادونو د اسلامی امارت له چارواکو سره اړیکې نیولی چې له ترمذ تر پېښوره د اوسپنې پټلۍ د غځولو په پروژه کار وکړی چې تمه ده له مزارشریف او کابله تېره شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید