روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

کوم خوراک ژوند اوږدوی؟

سابه (سبزیجات) باید د خوراک عمده برخه وی

د خوراک او غذا کارپوهان وایی چې سبزیجات باید د هر انسان د خوراک عمده برخه وی. خو د سبزیجاتو د پخولو په ترڅ کې باید پام وشی چې په کې مهم وېټامینونه او غذایی اجزاوې د لوړې تودوخې او په غوړو کې د سره کولو له کبله ضایع نه شی. کارپوهان وایی چې د امکان تر حده باید سبزیجات د بېلګې په توګه د سلاټې په شکل د هر وخت له ډوډۍ سره مله وی.

د مدیترانې د طرز خوراک:

د مدیترانې د طرز خوراک د نویو څېړنو له مخې د انسان ژوند تر پنځو کالو پورې اوږدولای شی. د دغه طرز له خوراک څخه موخه د سبزیجاتو، کب یا ماهی، د زیتون تېلو او بېلابېلو وچو مېوو لکه پلی، غوز او بادامو دوامداره خوراک دی. بېلابېلو څېړنو ښودلې چې د مدیترانې د طرز غذا خوړونکی په اوږمهاله توګه ښه دماغی کار کولای شی او تر یوې اندازې یې د دماغ حجم تر نورو ډېر وی.

زیتون او د زیتونو غوړی:

زیتون او د زیتونو تېل یا غوړی د اېټالیې په یو شمېر لیرې پرتو کلیوالو سیمو کې ډېر استعمال لری. څېړنو ښودلې چې په دغو سیمو کې د انسانانو عمرونه ډېر او روغتیایی وضعه یې د نورو همزولانو په پرتله ډېره بهتره وی. ساینسپوهان وایی چې زیتون حتا د دې لامل کېږی چې د انسان د دماغ خړې حجرې تر ډېر وخت پورې خوندی وساتی چې دا په زړښت کې د دماغی ناروغیو مخنیوى کوی او د دماغ وړتیا لوړوی.

د روغتیا لپاره د کبانو غوړزګی:

کبان ځینې داسې غذایی اجزا او په ځان کې داسې غوړزګی لری، چې د انسانی روغتیا لپاره ډېر مهم دی. دغه اجزا او غوړزګی بېله کبانو په بل شی کې نه موندل کېږی چې له همدې کبله د غذا کارپوهان وایی چې هر انسان باید د سبو او غوښو تر څنګ خامخا کب هم د خپلې غذا په پلان کې دوامداره شامل کړی.

پلی، بادام او ملګری یې:

د کارپوهانو په آند پلی، بادام او ورته وچه مېوه د انسان د روغتیا او دماغی صحت لپاره ډېر مهم توکی دی. په دې ترڅ کې د بادامو په هکله وېیل کېږی چې هم انسان مړوی او هم ډېر مهم غذایی اجزا لری. د غذا کارپوهان وړاندیز کوی چې یاد ډول وچه مېوه باید د هر انسان د خوراک مهمه برخه وی.

دالیات:

کارپوهان وایی چې د غوښو خوړل د روغتیا لپاره مهم دی، خو هومره ډېر نه لکه اکثره انسانان چې یې خوری. له همدې کبله کارپوهان وایی چې زیات وختونه باید انسانان د غوښو پرځای کب او یا دالیات وخوری. کارپوهان وایی چې دالیات هم پروټین لری او هم بېل او مهم نور غذایی اجزا چې د انسان بدن ورته اړتیا لری.

مضر شیان: ډېره بوره، مالګه، غوړی، وازده، خواږه مشروبات، سره کړی شیان

د ډېر بورې، مالګې او غوړو په تړاو اکثریت کارپوهان همنظره دی چې د روغتیا لپاره زیانمن دی. په فابریکو کې تولید شوی د چښاک بوره لرونکې مشروبات، په غوړو کې سره شوی څیزونه لکه چپس پټاټې او په همدې ډول د حیوانانو لم او وازده د ډېرو کارپوهانو په آند روغتیا ته زیان رسوی. دا په هغه صورت کې چې تر کچې ډېر وخوړل شی. د انسان بدن په بیخی لږه اندازه ورته اړتیا لری.

ډېر حرکت، د ښه صحت او اوږد ژوند ضامن:

د ښه صحت او اوږد ژوند لپاره د متوازنې غذا تر څنګ ډېر حرکت او سپورټ ډېر مهم بلل کېږی. کوم څوک چې په ورځنی ژوند کې کم حرکت کوی، سپورټ نه کوی او یو جانبه غوړ، مالګین او ډېر خوږ خوراک کوی، هغه د فشار، شکرې، د زړه او ګڼ شمېر نورو ناروغیو سره اکثره وخت مخامخ کېږی. که څوک د کوم سپورټ امکان نه لری نو باید په پښو ډېر تګ وکړی او یا د کور یا بازار ډېر جسمانی کارونه وکړی چې بدن یې خولې شی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید