روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

که پاکستان خپله دوه مخی پالیسی بدله نه کړی موجوده اقتصادی فرصتونه به یی هم له لاسه ووزی

د پاکستان نظامی او پوځی حکومت د ۱۹۴۷ع کال را په دی خوا نه یوازی د افغانستان په وړاندی د خپلو ناوړه اهدافو په منظور د دوه مخی له پالیسی نه کار اخستی بلکی د خپلو ګاونډیانو پّ وړاندی یی په تیره بیا د هند له هیواد سره یی د کشمیر په لانجمنی  سیمه کی هم خپلو لاس وهنو او دښمنی ته دوام ورکړی او د دی سیمی حالات ورځ تربلی کړکیچن او پیچلی کیږی.

پاکستان د قطر په دوحه کی د افغان سولی په اړوند د طالبانو او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ د نهم پړاو د خبرو د ناکامیدو یو اساسی علت هم د پاکستان د همدی دوه مخی پالیسیو له امله و چی د سولی روانی خبری له ناکامیدو سره مخامخ شوی.

پاکستان د خپلی دوه مخی پالیسی له امله تل په خوله وایی چی په افغانستان کی سوله او ثبات د پاکستان سوله او ثبات دی خو د افغان حکومت او خلکو د هیلو خلاف یی د افغانستان په کورنیو چارو کی د تروریستی ډلونه د وسیلی په توګه کار اخستی او د ټولو نړیوالو اصولو خلاف خپلو لاس وهنو او مداخلو ته دوام ورکړی چی اوس په یو تروریستی او استخباراتی جنګ بدل شویدی.

د پاکستان د نظامیانو دی دوه مخی پالیسی او تروریستی سیاست نه یوازی د افغانستان خلکو او دولت ته درانده زیاتونه اړولی بلکی ددی هیواد د بی ثباتی ترڅنګ یی اقتصاد هم صفر ته رسیدلی او په نړیوال ډګر کی د انزوا او ګوښتوب سره هم مخامخ دی.

که پاکستان په خپلی پالیسی له سره غور او نوی نظرونه کړی په راتلونکو کلونو کی به پاکستان د آسیا په تیره بیا د سیمی د هیواد په مقایسه په یو فقیر او غریب هیواد بدل شی.

دافغانستان د اسلامی دولت چارواکو په تیره بیا د هیواد جمهور رییس محمد اشرف غنی په څو واری ویلی چی پاکستان ته پکار دی چی له افغانستان سره د ډښمنی پرځای دوستی وپالی ځکه دا ددواړو مسلمانو خلکو په ګټه ده چی په سیمه کی سوله او ثبات تأمین شی.

د روان ۱۳۹۸کال د میزان په دوهمه دافغانستان د اسلامی دولت جمهور رئیس محمد اشرف غنی دشمشاد د نړیوال خصوصی تلویزیون سره په مرکه کی وویل: پاکستان مجبور او اړ دی چی د افغانستان او سیمی په تړاو د جګړی د هڅونی او دوام پالیسی نوره بدله کړی او که دا کار ونه کړی موجوده اقتصادی فرصتونه او چانسونه به یی هم له لاسه وزی او پاکستان به د خپلی ناوړه دوه مخی پالیسی له امله د آسیا په یو فقیر او غریب هیواد بدل شی.

د معتبرو سرچینو په حواله دا هیواد اوس اتیازره میګاواته برښنا ته اړ دی او دا پاکستان له افغانستان سره په دښمنی نه شی ترلاسه کولی.

اوس نو پاکستان ته په کار دی چی په سیمه کی روان بحران حساسیتونه په پام کی ونیسی د تروریستی او ترهګریزو ډلو مرکزونه دی ورپند کړی ځکه د همدی تروریستی ډلو شتون او موجودیت نه یوازی د دواړو مسلمانو هیوادونو حالات پیچلی او بحرانی کړیدی بلکی ټوله سیمه یی هم نارامه او بی ثباته کړی.

پاکستان دی د جنګ، جګړی د دوام پر ځای د خپل شړیدلی اقتصاد په اړه فکر وکړی د سیمی د هیوادونو په تیره بیا د افغانستان سره دی اړیکی ښی کړی موجوده فرصتونه باید له لاسه ورنه کړی د جګړی د دوام پرځای دی د سولی پالیسی غوره کړی چی په همدی کی د دواړو هیوادونو ګټی تضمینیدلی شی.

ناصرشاه سرحدی

ممکن است شما دوست داشته باشید