روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

که مرګ  ژوبله دوام ومومی نو دسولی خبری به بی باوره شی

په دی وروستیو کی له کوره بهر، بهرنیو هیوادو سوله ییزی هڅی راګړندی کړی هیله لرو چی خبری رڼی او بین الافغانی خبرو ته لارهواره کړی خو لیدل کیږی چی دبین الافغانی خبرو پیل لیدل ډول ډول معنی رابرسیره کړی مونږ دهغو بین‎الافغانی خبرو پیل لیدل اړین او ارزښتناکه ګڼو چی اجراییوی واک ولری او دروانی جګړی په کمښت کی ژرتر ژره یی لاسته راوړنی ترسترګو شی خومعلومیږی چی په خبرو کی بوخت مرکچیان لا اوس هم په دی نه دی توانیدلی چی بین الافغانی خبری چی اجراییوی واک ولری لار هواره کړی.

پوهیږو چی دروانی جګړی پای ته رسیدو له پاره لار ستونزمنه او پیچلی ده ځکه روانی جګړی خورا زیاتی ناوړه ریښی غزولی او دجګړی دملاتړو هیوادو تمه پردی ده چی دخپلو موخو دترلاسه کولو له پاره جګړه اوږدمهاله اودافغان دولت په وړاندی زیاتی ستونزی وزیږوی خو دملی یووالی دحکومت مشرتابه چی دجګړی په اوږدیدو پوهیدلی هڅه کوی چی دسیمه ییزی اجماع ترڅنګ نړیواله اجماع رامنځته کړی او دلمسونکو هیوادو په لمسونه یی وپوهوی، همدا وجه وه چی دامریکا دمتحده ایالاتو به نیت کی بدلون راغی او دترهګرو دملاتړو هیوادو سره یی په اړیکو کی دبیا کتنی لار غوره کړه هڅه یی وکړه چی دستراتیژی په بدلون سره لاس وهونکی هیوادونه وپوهوی چی جګړه دستونزو دحل لار نه بلکی دمرګ ژوبلی دزیاتوالی لار ګڼل کیږی نو غوره به وی چی دجګړی دتمویل او تجهیز پرځای دسولی هڅی سره شریکی شی او دافغانانو په کور کی دسولی دټغر دهواریدو چاری سمبال شی دی چاری ته رسیدل هم پیچلی بڼه لری ځکه نړیوال سیاسی سیالان هم دا مهال زمونږ په هیواد کی دجګړی په اوږدیدو کی خپلی ګټی لټوی او دپردی ترشاه مخالف وسله وال طالبان تمویلوی چی جګړه سخته اوږدمهاله کړی. خوکله کله بیا دسولی په رامنځته کیدو کی یو لړ هڅی چی ددولت دسوله ییزو هڅو سره توپیر لری پرمخ بیایی هیوادوالو ولیدل چی روسانو دوه ځلی په مسکو کی دسولی درامنځته کیدو ترنامه لاندی غونډی جوړی کړی چی ددولت استازو پکښی ګډون نه درلود دغه راز پاکستان لاهم دمسکو په څیر یوه غونډه په داسی وخت کی جوړه کړه چی دولسمشر محمد اشرف غنی سفر پاکستان ته ورنیږدی شوی و هلته په مسکو او پاکستان کی ددولتی استازو پرته غونډو وښوده چی لاسته راوړنی نه لری ځکه په غونډو کی داوربند دپلویانو خبره ونه منل شوه او مخالفو وسله والو طالبانو دجګړی په دوام ټینګار درلود نو ویلی شو چی هره هغه غونډه چی بین‌الافغانی نوم ورکول کیږی او اجراییو واک ونه لری لاسته راوړنی هم نه شی درلودلی ښه به وی چی دسولی روانی سیمه ییزی هڅی دلاس وهنی پرته دسیمه ییز امنیت دخوندیتوب له پاره په رښتینتوب بدلون ومومی او زموږ په هیواد کی دیوی رښتینی سولی درامنځته کیدو له پاره ددولت سوله ییزی طرحی چی دسیمی دهیوادو ترڅنګ دنړیوالو په ګټه هم بلل کیږی ملاتړ وکړی او دعملی کیدو له پاره یی هغه ډلی ټپلی چی په جګړه ټینګار کوی د دولت سره مخامخ خبرو ته راوبولی څو روانه جګړه چی دهری ورځی په تیریدو سره نوی بڼه غوره کوی او دسیمی دهیوادو له پاره دګواښ اندیښنی چی دا مهال شتون لری له منځه ولاړی شی. جوته ده چی دسیمه ییزی اجماع رامنځته کیدل خورا ارزښتناکه دی نو ځکه افغان دولت دخپل پوځی سلاکار سفرونه چی دسیمی هیوادو ته یی لرل غوره وګڼل او خپلی سوله ییز دریځ یی دهغوی سره شریک کړ.

مناسبه به وی چی دسیمی هیوادونه زمونږ ددولت په سوله ییز دریځ چی په هغی کې دداسی سولی رامنځته کیدل ښکاری چی همیشنی او تل پاتی وی نو ځکه موهڅی پردی دی چی دسولی خبری باید بین الافغانی او دافغانانو په مالکیت ترسره شی افغانان دهر هغه هیواد هڅی چی درښتینی او همیشنی سولی درامنځته کیدو سره مرسته وکړی دقدر په سترګه ګوری خو هرهغه هڅی چی دسولی په وړاندی خڼډونه زیږوی دمنلو وړ نه ګڼل کیږی مونږ دجرمنی او قطر هڅی چی په راتلونکی اوونی کی به دبین الافغانی غونډی کور به وی ستایو خو ټینګار کوو چی غونډی دسولی درامنځته کیدو او په جګړه کی دکمښت دراوستو په هکله ښی لاسته راوړنی ولری ځکه هیوادوال دهغو غونډو څخه ناهیلی شوی چی په جګړه کی کمی نه شی راوستی نوهیله ده چی په قطر کی دآلمان او قطر په کوربه توب غونډه دهغو خڼډونو دهواری وړوګرځی کوم چی تردی مهاله دمرکچیانو په وړاندی شتون لری.

خو هیوادوال زیات خواشینی په دی ښکاری چی دیوی خوا دسولی خبری روانی دی خو دبلی خوا مخالف وسله وال طالبان چی دهری زړه بوګنونکی پیښی مسئولیت اخلی پرمخ بیا یی او هیڅ وخت په افغان وژنه بسنه نه کوی که دمخالفو وسله والو جګړییز دریځ همداسی دوام ومومی نودخلکو کرکه به لاپسی زیاته او دسولی په خبرو به بی باوره شی.

ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید