روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

کندهار کی د جنایی بندیانو د دوسیو ترڅېړلو وروسته ۴۰ تنه ازاد کړل سول

د افغانستان د زندانونو چارو د سمون ادارې د مشرتابه په ځانګړې سپارښتنه د مولوی عبدالهادی مالی اخندزاده په مشرۍ د زندانونو او اداری چارو ارزولو او ستونزو حلولو په موخه ټاکل سوی پلاوی کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کی د کندهار والی حاجی محمدیوسف وفا، امنیه قومندان ملا عبدالغفار محمدی، عدلی او قضایی ارګانونو، د کندهار لوی محبس له مسئولینو او د نورو کشفی او امنیتی برخو له آمرینو سره تر کتنی وروسته د سې‌شنبې په ورځ د کندهار لوی محبس څخه لیدنه وکړه او د جنایی بندیانو د دوسیو څېړنه یې وکړه.

د افغانستان د زندانونو چارو د سمون ادارې څخه د راغلی پلاوی مشر مولوی عبدالهادی مالی اخندزاده لومړی کندهار ته د خپل سفر په اړه وویل، ځکه یې کندهار ته سفر کړی، ترڅو د کندهار په لوی محبس کی د ټولو جنایی بندیانو دوسیې په سم ډول د اړوندو ادارو په مټ وڅېړی، چی په خبره یې د کندهار په لوی محبس کی ۲۵۰ جنایی بندیان وه، چی د ټولو دوسیې یې د اړوندو ادارو د مسئولینو سره یوځای وڅېړلې، چی په پایله کی یې ۴۰ تنه چی بې‌ګناه ثابت سول او یا یې هم جُرم لږ و، آزاد کړل سول.

مولوی عبدالهادی مالی اخندزاده وویل، تر دې مخکی یې غزنی او زابل ولایتونو ته سفرونه کړی، چی هلته یې هم د جنایی بندیانو د دوسیو څېړنه کړې، چی په پایله کی یې ګڼ شمېر بندیان آزاد کړل سوی او د خپلو خبرو په دوام یې وویل، دا پلاوی به له دې وروسته روزګان، هلمند، نیمروز، هرات، فاریاب او ګڼو نورو ولایتونو ته هم سفرونه وکړی او هلته به د ټولو جنایی بندیانو د دوسیو څېړنه وکړی او ترڅنګ به یې له ولایتی ادارې، امنیه قومندانۍ او د ګڼو نورو عدلی او د قضایی ارګانونو له مسئولینو سره په دې موخه ناستی وکړی، ترڅو د جنایی بندیانو دوسیې په سم ډول او پروخت وڅېړل سی.

د ازاد کړل سویو بندیانو له ډلی نویداحمد او فیض‌محمد لومړی په خپلو خبرو کی د افغانستان د زندانونو چارو د سمون ادارې د مشرتابه له لوری له ټاکل سوی پلاوی څخه خوښی وښودله، چی د اړوندو ادارو په مټ یې آزاد کړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید