روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

کرېکټ ملی لوبډله له زیمبابوې سره سیالۍ کوی

د افغانستان د کرېکټ ملی لوبډله زیمبابوې ته تللې چې له دغه هېواد سره په څو سیالیوو کې ګډون وکړی. د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک وېیلی، چې افغان لوبډله به له زیمبابوې سره ۳ یو ورځنۍ او ۳ شل اوره سیالۍ وکړی.

نوموړی وویل: “د افغانستان د کرېکټ ملی لوبډله به دری پنځوس اوره نړیوالې او دوې شل اوره نړیوالې سیالۍ وکړی. دوی به څو ورځې په زیمبابوې کې تمرینونه وکړی.”

د ښاغلی هوتک په وینا له ټاکل شوی مهالوېش سره سم د دواړو لوبډلو سیالۍ د راتلونکې جون په څلورمه پیلېږی.

لومړی به دواړه ټیمونه یو ورځنۍ مسابقې وکړی خو تر دې مسابقو مخکې به افغان لوبډله په زیمبابوې کې تمرینی سیالۍ وکړی.

کرېکټ بورډ تېره اوونۍ د زیمبابوې وړاندې د شل اوره او یو ورځنیو سیالیو لپاره ټیمونه اعلان کړل.

د یو ورځنو سیالیوو کیپتانی به د حشمت الله شهیدی او د شل اوره سیالیوو کېپتانی به د محمد نبی په غاړه وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید