روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

کام ایر هوایی شرکت نوی ډیلی ته الوتنې پیل کړې

د افغانستان او هند ترمنځ الوتنې د تېر کال په اګست کې د اسلامی امارت په بیا واکمنېدو سره ځنډول شوې وې، خو کام ایر هوایی شرکت مسوولین وایی چې، د چهارشنبې په ورځ یې په یوه ځانګړې الوتنه کې څو مسافر نوی ډیلی ته رسولی دی.

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د هوایی چلند د وزارت ویاند امام الدین احمدی وېیلی وو چې ډېر ژر به نورو هېوادونو ته هم الوتنې پیل کړی.

نوموړی وېیلی: “چین ته لومړۍ الوتنه به انشاالله د روانې میاشتې په شلمه نېټه ترسره شی، چې د الوتنې د عادی مهالوېش سره سم به پیل شی او اوونیز پروازونه به ترسره کېږی.”

له کابل څخه نوی ډیلی ته وروستۍ الوتنه د اګست په ۱۵مه وشوه تر هغه لږ څه مخکې چې د افغانستان له فضا په سوداګریزو بندیز ولګېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید