روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ښځی د هیواد په آبادی کې اړینه برخه لری

دا مهال د ملی یووالی د حکومت واکمنان د ټولیز ژوند د آسانتیا د برابرولو ترڅنګ په یو لړ بدلونونو بوخت دی چی د ولسی واکمنی نیالګی د دموکراسی په اوبو خړوب او ثمر ته یی ورسوی ځکه چی ولسواکی د ټولنیز ژوند د غوړیدنی بنسټیزه جړه ګڼل کیږی او د هیواد میشت وګړی پرته د جنسیتی توپیر څخه په مساویانه توګه د هیواد په آبادی کی برخه واخلی او د خپلو وګړو په وړاندی خپل دین ادا کړی. د نړی زیات شمیر پرمختللی هیوادونه چی دا مهال یی د ښځو له پاره مناسبت شرایط برابر کړی لیواله دی چی د غوره او عصری ښوونیزو زده کړو ترلاسه کولو له مخی وتوانیږی په کاری چاپیریال کښی لاس ته راوړنی ولری او د وګړو له پاره د ژوند زیاتی آسانتیاوی برابری کړی. منلی شو چی د تاریخ په اوږدوکی واکمنان د یو لړ ستونزو له کبله نه وتوانیدلی چی د ښځو له پاره هغه خڼدونه چی شتون یی درلوده له مینځه یووسی نو له دی امله د نجونو زده ګړه خوندوره نه وه او په ډیرو سیمو کی د نجونو له پاره د زده کړی شرایط نه وبرابر شوی. دی ستونزی ته د هواری له پاره په ډیره کمه اندازه پاملرنه راګرځیدلی وه نو له دی کبله او په ځینو سیمو کی نجونو ته دلومړنیو زده کړو ته لاس رسی کم رنګه بریښنده خو د وخت په تیریدو سره د ژوند د اړتیاو له مخی د هغو ستونزو د هواری له پاره هڅی پیل شوی کومی چی د نجونو د زده کړی په وړاندی یی شتون درلود. ډیری هیوادوال چی د نجونو د زده کړی سره یی مخالفت درلوده وپوهیدل چی ښځی هم حق لری چی زده کړی وکړی او نه تنها د ښځو له پاره د خدمت مصدر وړوګرځی بلکی د ټول هیواد په پرمختیایی چارو کی دنارینه و په پرتله  کار وکړی. نو همدا وجه وه چی دهیوادوالو دپوهاوی له کبله ښځی وتوانیدی چی په اداروکی کار وکړی او دښځو روغتیایی چاری پخپله دښځو داکترانو له خوا سمبال شی.

چی اوس مهال دخدای(ج) په فضل او دچارواکو په پاملرنه آهسته، آهسته دغه ستونزمنه تشه چی دځینو تنګ نظره هیوادوالو په ذهن کی یی شتون درلوده دډکیدو په حال کی ده باید ومنو چی زمونږ دهیواد دمیړنیو ښځو او نجونو په زیاته پیمانه ستونزی ګاللی چی اوس هم په پراخه کچه دهیواد په ډیرو سیمو کی ښځی دډیرو ناوړه او غیرانسانی ستونزو سره لاس او ګریبان دی  خو تمه پردی ده چی دزده کړی دروښانتیا چراغ به تیاره ذهنونه رڼا او که خدای (ج) کول په نیږدی راتلونکی کی به دډیرو لاس ته رواوړنو څخه برخمن شو.

موږ دولسی واکمنی راهیسی یو لړ بدولونونه چی دښځو له پاره رامنځته شوی بسنه نه ده کړی او دهری ورځی په تیریدو سره دښځو کاری چاپیریال پراختیا مومی او هغه نیمګړتیاوی چی په کاری بهیر کی تر سترګو کیږی درغاونی په حال کی دی. باید ومنو چی هرڅه په یو ځل او په عجلی سره نه ترسره کیږی موږ دتاریخ په اوږو کی دښځو دزده کړی او کاری چاپیریال دبرابرونی په کار کی زیاتی ستونزی لیدلی خو اړینه او مهمه دا ده چی آهسته، آهسته ګامونه پورته شی او دیوه ډاډمن او باوری کړنو له مخی وتوانیږو دښځو له پاره ښی چاری ترسره شی.

همدا اوس دملی یووالی دحکومت اخیستل شوی ګامونه را په ګوته کوی چی دښځو په وړاندی دتوپیرییز چلند له مینځه ځی او هغه تاوتریخوالی چی په تیرو کلونو کی یی شتون درلوده دله مینځه تلو په حال کی دی همدا اوس دکار وړ ښځو له پاره دکار شرایط برابر شوی او په زیاتو لوړ رتبه بستونو کی ښځی په کار بوختی دی نو ویلی شو چی په راتلونکی کی به ګده دهغو ستونزو او خڼډونو د له مینځه وړو له پاره مبارزه وکړو چی لا اوس هم شتون لری.

ع-متین

ممکن است شما دوست داشته باشید