روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

ښځه دحیا کوربه

شکریه یسرا خروټی

خدایـه! تا خــو هــره ښځه پیدا کــړی

د آدم تــر خــوا دې ښځه پــیدا کــړی

د آدم له وخته ښځــه خــو پــیــدا ده

یو آدمـو یــوه حــوا دی پــیدا کــړی

ښه انداز او ښــه سینګار نــه دا پــیدا ده

ستر مقــام او حقیقت سره دی ښځه پیدا کړی

کــرام او انسـانیت د دی وجــود کــې

هوش، حواس او اهلیـت سره دې ښځه پیدا کړی

په دې، هرڅـه کــړاوونــه چــې راغلی

حوصلې او لــه توان سره دې ښځه پیدا کړی

دماشوم لــومــړی ښوونځی ددې لمن ده

دانسان او انسانیت سره دی ښځــه پیدا کړی

ښه قاموس او ښه نښان لـری پــه سرکــې

ښه صفات او لیاقت سره دې ښځــه پیدا کړی

ددې سترګې دحیا داســې کــوربــه ده

ښه اخلاق او صداقـت سره دې ښځه پیدا کړی

خپل اولاد تـه د روزنــې مــدرســه ده

دښایست او لـه ایمان سره دې ښځه پیدا کړی

زه (خروټی) خــو پیدا له داســی موریم

چې عزت اوله همت سره، خدای وه پیدا کړی

ممکن است شما دوست داشته باشید