روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ډیر ژر به دوه مخی سیاست دچلندڅخه ولویږی

په نړیواله او سیمه ییزه کچه او کله هم په کور دننه دسولی دټینګښت له پاره یو لړ غونډی او کنفرانسونه جوړ شوی چې کار پوهانو په کې دسولی درامنځ ته کیدو په هکله بیلا بیل څیړنیز وړاندیزونه څرګند کړی او دجګړییږو ستونزو دهواری له پاره یې مختلفی لاری په ګوته کړی دی چې له امله یې هغه خڼډونو ته هم ګوته نیول شوی چې دیوشمیر هېوادو ملاتړ او ننګه پکښی لیدل کیږی.

په ډیرو غونډو او کنفرانسونو کې دترهګرو ملاتړی او دجګړی تمویل او تجهیز کوونکو په ډیری سپین سترکې دخپل بام واوره دنورو په بام ورغورځولی او دنورو ګډون کوونکو په وړاندی یې زیاتی ژمنی ترسره کړی چې دسولی په رامنخ ته کیدو کې مرسته نه‎سپموی ځکه سوله دټولو په ګټه ده خو دغونډی دپای ته‎رسیدو وروسته نه دمرستی او نه دژمنو د عملی کیدو څرک هم نه لیدل کیږی.

داسی شواهد شته چې زموږ په هېواد او سیمه کې دجګړییزو ناخوالو زیاتیدوته یوشمیر هېوادونه لمن وهی او هڅه کوی چې دجګړی په اوږیدوکې خپلی ګټی خوندی وساتی او سیاسی لاس بری ته لار هواره کړی خو لا اوس هم په خپلو ناوړه موخو کې لاس ته راوړنی نه‎لری یوازی او یوازی دمرګ  ژوبلی زیاتوالی او دګواښ ویری اچونی بل څه نه شی ترلاسه کیدای.

هېوادوالو په تیرو څو کلونو کې خورا سختی او ویرجنی پیښی ولیدی او ډیرو هېوادوالو خپل د زړه ټوټی له لاسه ورکړی خو دهېواد او خلکو دښمنانو ته یې ددی وخت نه دی ورکړی چې لمسول شوی لاس ته راوړنی ترلاسه کړی. همداوجهه وه چې مخالفو وسله والو ته په مختلفو غونډو او کنفرانسونو کې دسوله ییزو خبرو اترو وړاندیز شوی او غوره ګڼل شوی چې دجګړی پرځای دخبرو اترو میز ته کښینی او خپلی وړاندوینی او دجګړی دپای ته رسیدو مناسبه لار ولټول شی.

خو دجګړه مارو جګړییزی هڅی او دجګړه مارو څخه دملاتړ کوونکو هېوادو د دوه مخی او مکرجن سیاست له مخی هری سوله ییزی هڅی ته مناسب ځواب نه دی ویل شوی او تل یې دپردی ترشاه دجګړی دپراختیا لاری چاری لټولی دی.

څه موده وړاندی دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر دملی یووالی دحکومت مشرتابه سره په لیدو کتو کې دسوله ییزو خبرو اترو په پیل کیدو کې دمرستی ژمنه وکړه او ټینګاریې درلود چې دسولی ټینګښت د دواړو هېوادو په ګټه دی نوځکه باید دواړه هېوادونه دسولی د رامنځ ته کیدو په کار کې ګډی هڅی وکړی او روانه جګړه پای ومومی.

خو جګړه لاهغسی دوام لری او ترهګرییزی هڅی دهری ورځی په تیریدو سره نوی بڼه غوره کوی.

موږ باوری یو چې دجګړی اوږدیدل به زموږ دګاونډیانو له پاره په یوه سرخوږی بدلون ومومی ځکه چې نړیوال سوله غوښتونکی هېوادونه دجګړه مارو په وړاندی کرکه رابرسیره کوی او پردی باوردی چې هر ومرو به دجګړی اخیر پای سوله وی نوله دی کبله ډیری هېوادونه دغونډو او کنفرانسونو پرمهال دجګړییزو فعالیتونو ملاتړ کوونکوته دیوه ښکاره پیغام په وړاندی کولو سره څرګند وی چې دترهګرو پټن ځایونه باید له منځه ولاړشی او ورسره جوخت دجګړی دتجهیز او تمویل سرچینه هم پای ومومی.

په همدی توګه د امریکا دبهرنیو چارو وزیر یوځل بیا په دی وروستیو کې پاکستان ته ګوت څڼډنه وکړه چې دترهګرو د تمویل او تجهیز څخه دی لاس واخلی او په پټڼ ځایونو کې دی دپوځی ښوونیزو چارو څخه مخنیوی وکړی ترڅو روانه ترهګرییزه جګړه پای ته ورسیږی او په سیمه کې همیشنی او تل پاتی سوله ټینګښت ومومی دغه راز په دی نیږدی تیروشویو ورځو کې دهرات په ولایت کې د امنیتی خبرو اترو په کنفرانس  کې چې کورنیو او بهرنیو کارپوهانو او شنونکو پکښی ګډون درلود یوځل بیا یې دجګړی بنسټیزی جرړی او دراټوکیدو دځای ګی په هکله هر اړخیزی ویناوی وکړی او هغو لارو ته یې ګوته ونیوه چې سوله پکښی رامنځ ته کیږی هلته دلاس وهونکو لاس وهنی دمخنیوی له پاره ټینګار وشو او دژمنو او خبرو په عملی کیدو. یې هم ټینګار درلوده هیله ده چې دکنفرانس په خبرو اترو کې دجګړی څخه دخلاصون دلارو چارو مندنی په پام کې ونیول شی او ترڅنګ یی بهرنی ګډونوال زموږ په هېواد کې د روانی غمیزی دپای ته رسیدو په کار کې داړونده هېوادو مرستو ته خپله پاملرنه راوګرځوی او دجګړه مارو سره دیوه غوڅ چلند له مخی چاری سمبال کړی ترڅو لاس وهونکی په دی وپوهیږی چې ددی وروسته دلاس وهنی سیاست دچلیدو وړنه دی او دترهګرو ملاتړ به هم په راتلونکی کې دسختو او قانع کونکو کړنو سره مل شی. ځکه نړیوال نور د دوه مخی سیاست څخه ستړی ښکاری او په ژمنو کې رښتینتوب ته په تمه دی.

ع- متین

 

ممکن است شما دوست داشته باشید