روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ډاکتر کمال سادات: په هېواد کې درضاکاری  فرهنګ رواجول ستره اړتیا ده

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعینیت له خوا  پرون  دکابل ولایت  دبګرامیو په ولسوالۍ کې  د رضاکارو ځوانانو ملی شبکه جوړه شوه .

دباختراژانس دخبرله مخې ،   په هغې غونده کې چې په همدې مناسبت  جوړه شوې وه  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معین  ډاکتر کمال سادات  خبرې وکړې او ویې ویل  : په هېواد کې  درضاکارى  فرهنګ  رواجول  ستره او حیاتی  اړتیا ده ،  دهېواد دابادى په موخه په ټولنیزو او اقتصادی برخو کې  په رضاکارانه فعالیتونو کې دځوانانو ونډه اخستنه  اغیزمنه بلل کېږی .

ده چې دکابل ولایت  دبګرامیو په ولسوالۍ کې  درضاکارانه فعالیتونو په بهیر او درضاکارو ځوانانو دملی شبکې  دجوړولو په ارزښت  د پوهاوی په پروګرام کې  خبرې کولې  ، له ځوانانو څخه وغوښتل چې په خپل ورځنی ژوندانه کې دې  درضاکارانه فعالیتونو فرهنګ ته  ځاى ورکړی او دهېواد دابادى په موخه دې  هڅه او هاند وکړی .

ده په اوسنیو شرایطو کې دځوانانو دملی شبکو  جوړول  ضروری وبلل  او په نورو ولایتونوکې یې  ددغو شبکو په پراختیا باندې ټینګار وکړ او ځوانانو ته یې ډاډ ورکړ چې  دکابل  په ټولو ناحیو کې  درضاکارو ځوانانو شبکې فعالوی .

په دې غونډه کې دکابل ولایت  مرستیالې  منیرې  یوسفزاده وویل  چې درضاکاری فرهنګ له رواجولو او دځوانانو  له ونډې اخستنې پرته  دهېوادپرمختګ او ټولنیزه   سوکالی  ناشونې ده .

دې  له ځوانانو او دکابل ولایت له خلکوڅخه وغوښتل  چې دهېواد د ترقی او پرمختګ په موخه دې په خپلې فعالې ونډې  اخستنې سره رضاکارانه او له امتیاز پرته فعالیتونه  دخپل ژوندانه  لارښود وګرځوی .

دغه راز  دځوانانو دچارو معینیت  دفرهنګی  چارو او درضاکارو ځوانانو  رییس  لایق شاه ځدران  په رضاکارانه برخه کې  دترسره شویو فعالیتونو په اړوند  معلومات ورکړل  او ټینګار یې وکړ  چې  په نږدې راتلونکې کې  دکابل ولایت  په نورو ولسوالیو کې  ستر پروګرامونه جوړوی .

ممکن است شما دوست داشته باشید