روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

چین د افغانستان له وارېداتو ګمرکی تعرفه نه اخلی

پداسې حال کې چې لوېدیځو هیوادونو په افغانستان کې پر اسلامی امارت بندیزونه لګولی او دا حکومت تر نږدې یو کال واک اخیستو راهیسې لا هم د هېواد د اقتصاد د ژوندی ساتلو لپاره هلې ځلې کوی، چین له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخې کې نوی امتیازات ورکړی.

د چین د بهرنیو وزارت وزیر وانګ یی او د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقی تر منځ د ملاقات جزیات خپاره شوی چې پنجشنبې په ازبکستان کې د شانهګای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې پر مهال یې په فرعې غونډه کې سره کتلی دی.

په اعلامیه کې د ښاغلی وانګ له قوله وېیل شوی چې چین به د ۹۸ په سلو کې هغو تولیداتو چې له افغانستانه واردېږی، هېڅ ګمرګی تعرفه وانخلی او دا ژمنه هم کوی چې له افغانستانه د ښه کیفیت لا ډېر تولیدات وارد کړی.
سره لدې چې چین ته د افغانستان صاردات دومره ډېر نه دی خو د چین له دغه اقدامه داسې ښکاری چې غواړی له افغانستان سره د سوداګرۍ دوه اړخیزې اړیکې پداسې حال کې پراخې کړی چې غرب پرې بندیزونه لګولی دی.

د چین په اعلامیه کې همدرانګه له امریکا او نورو غربی هېوادونو غوښتل شوی چې په افغانستان دې “نا معقوله” بندیزونه لرې کړی او د دغه هېواد د اقتصاد په بیارغونې کې دې مرسته وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید