روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

چینایی سوداګر دې کندهار کی په پراخه کچه پانګه اچونه وکړی

یادی څرګندونی کندهار والی حاجی محمدیوسف وفا د پنجشنبې په ورځ ناوخته د «CITIC» په نوم د یوې لویی چینایی سوداګریزی کمپنۍ د غړیو پروفیسور کنګ ژینګ او پروفیسور ډاین یانګ وانګ سره په لیدنه کی وکړې، چی پر مهال یې یوشمېر نورو مسئولینو هم حضور درلود.

د لیدنی په پیل کی د سیټیک په نوم د یادی چینایی سوداګریزی کمپنۍ غړی پروفیسور کنګ ژینګ خوښی وښودله، چی په افغانستان کی په بشپړه توګه امنیت د یوې واحدی قوې تر رهبرۍ لاندی راغلی او په خپلو خبرو کی یې وویل؛ ځکه یې کندهار ته سفر کړی، ترڅو دلته د خلګو لومړنۍ اړتیاوی معلومی کړی او بیا سوداګر او د چین دولت په دې برخه کی همکاریو ته راوبولی.

پروفیسور کنګ ژینګ وویل، د چین دولت او چینایی سوداګر په بشپړه توګه علاقه لری، ترڅو دلته  له خلګو سره مرستی وکړی او د سوداګرۍ په برخه کی پانګه اچونه وکړی.

وروسته کندهار والی حاجی محمدیوسف وفا د سیټیک په نوم د یادی چینایی سوداګریزی کمپنۍ غړیو پروفیسور کنګ ژینګ او پروفیسور ډاین یانګ وانګ ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کی یې خوښی وښودله، چی کندهار ته یې ځکه سفر کړی، ترڅو دلته د خلګو لومړنۍ اړتیاوی معلومی کړی او دلته د سوداګرۍ په برخه کی پانګه اچونه کوی.

کندهار والی دوی ته ډاډ وړاندی کړی، چی په ټول هیواد کی په بشپړه توګه امنیت خوندی دئ، نو د نورو هیوادونو د سوداګرو ترڅنګ دی چینایی سوداګر هم په افغانستان کی، بیا په خاصه توګه کندهار کی په پراخه کچه پانګه اچونه وکړی.

 ښاغلی وفا د خپلو خبرو په وروستیو کی له راغلیو سوداګرو څخه وغوښتل، ترڅو دلته د وچکالۍ، جګړو او اقتصاد ځپلو کورنیو سره بشری مرستی هم وکړی او ددې ترڅنګ یې د میرویس حوزوی روغتون سره د روغتیایی درملو او تجهیزاتو او کندهار کی فابریکو ته د یوې ځانګړی تګلاری په مټ د برېښنا برابرولو په برخه کی ځانګړې پاملرنه ولری.

وروستیو کی د «CITIC» په نوم د یادی چینایی سوداګریزی کمپنۍ غړیو پروفیسور کنګ ژینګ او پروفیسور ډاین یانګ وانګ کندهار ته والی ته ډاډ وړاندی کړ، چی کندهار دوی ته ځانګړی ارزښت لری، نو د خلګو اړتیاوی او د مسئولینو غوښتنی به د چین دولت او سوداګرو سره شریکی کړی، ترڅو دلته ژر تر ژره خپلی مرستی په هره برخه کی پیل کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید