روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

چینایی سوداګرو په ننګرهار کې د قیمتی ډبرو په برخه کې پانګونې ته مخه کړې

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د د صنعت او سوداګرۍ ریاست چارواکی وایی چې د چین ځینو سوداګرو په ننګرهار ولایت کې د قیمتی ډبرو برخه کې پانګونې ته زړه ښه کړی دی. وېـیل شوی چې چینایی سوداګر په ننګرهار کې د قیمتی ډبرو د یوه بازار جوړول غواړی او په دې برخه کې دغو سوداګرو له افغان حکومت سره لومړۍ غونډه کړې او اوس دې کارونو ته په زمینې برابرولو اخته دی.

په ننګرهار کې د صنعت او سوداګرۍ رییس عبدالبصیر پاچا وایی، له مرکزی ادارې سره په هماهنګۍ یې یو شمېر چینایی سوداګرو سره غونډه کړې او هغوی زړه ښه کړی، چې په ننګرهار کې د قیمتی ډبرو په برخه کې پانګونه وکړی.

نوموړی وېیلی، چینایی سوداګرو ته یې د هغوی د وړاندیز له مخې کاری جوازونه ورکړی او په دې برخه کې حکومت هغوی ته د همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.

د ننګرهار د پانګونې او سوداګرۍ خونې مسوولینو هم منلې چې چینایی سوداګرو په دغه ولایت کې د قیمتی ډبرو بازار جوړونې او په دې برخه کې پانګونې ته سینه ډبولې ده.

د دې خونې ویاند شاکرالله ساپی وېیلی چې د ننګرهار سوداګرۍ خونه د چین او نورو هېوادونو سوداګرو ته د کاری بستر او پانګونې زمینې برابرولو په برخه کې پوره همکاری کوی.

شاکرالله ساپی زیاته کړه، د ختیځو ولایتونو او په ځانګړی ډول د ننګرهار قیمتی کاڼی باکیفیته او په نړیوال بازار کې ښه نوم لری، نو ځکه خو چینایی سوداګرو په دې برخه کې پانګونې ته زړه ښه کړی دی.

د سوداګرۍ خونې وېیلی، د چینایی سوداګرو له لوری جوړېدونکی بازار به د هېواد په کچه وی او له نورو ولایتونو به هم ورته قیمتی کاڼی راوړل کېږی.

ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان، نفرایټ، لاجورد، کرومایټ او نورې قیمتی ډبرې لری. داسې راپورونه هم شته چې دغه کاڼی اوس او په تېرو کلونو کې تر ډېره په ناقانونه او خپلسری ډول ایستل کېږی او بیا بهرنیو هیوادونو ته قاچاقېږی.

د ننګرهار یو سوداګر ډاکټر مخلص وېیلی، که چېرې چین رښتیا هم په ننګرهار کې د قیمتی کاڼو په برخه کې پانګونه وکړی، نو دا کار د دې تر څنګ چې له اقتصادی اړخه افغانستان او افغانانو ته ګټه رسوی، په نورو هېوادونو کې سوداګرو ته دا انګېزه ورکولی شی، چې په افغانستان کې په مختلفو برخو کې پانګونه وکړی.

هغه ووېیل، په اقتصادی برخه کې پانګونې چې په هره برخه کې وی، د سوداګرو او ولسی خلکو لپاره د کار موکو په برابرولو کې رغنده رول لری.

د ډاکټر مخلص په باور، اوس په افغانستان کې پانګونې ته زمینه برابره ده، نو ځکه خو چینایی سوداګرو په ننګرهار کې پانګونې ته زړه ښه کړی دی.

د ننګرهار دې سوداګر زیاته کړه، اوس په ننګرهار او نیږدې ټول هېواد کې کانونه په غیرمسلکی ډول کیندل کېږی او که چېرې چینایان په دې برخه کې پانګونه وکړی، نو په مسلکی ډول به افغان سوداګرو ته هم اسانتیاوې رامنځته شی.

د ننګرهار ولایت یوه اوسېدونکی جان اغا وېیلی ، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د خلکو اقتصادی حالت خراب شوی او ورځ تر بلې د بې کارۍ کچه لوړېږی، د چینایی سوداګرو دا ګام د خلکو پر ژوند مثبت اغېز لرلی شی.

که څه هم په افغانستان کې نوی حکومت اوس امنیتی حالت کنټرول کړی، او ډاډ ورکوی، چې پانګونې ته یې زمینه برابره کړې؛ خو د نړیوالو له لوری په رسمیت نه پېژندل، غیرعادی بانکی سیستم، د افغانستان راتلونکی نامالوم برخلیک او ګڼې نورو ستونزې شته، چې د پانګونې پرمخ خنډونه بلل کېږی.

وېـیل شوی، که افغان حکومت او چینایی سوداګر په دې برخه کې موافقې ته ورسېږی او چینایی سوداګر پانګونه وکړی، نو له اقتصادی اړخه به ننګرهار او ټول ختیځ ته ګټوره وی او هم به سلګونو کسانو ته د کار موکې برابرې شی.

په افغانستان کې د جمهوری حکومت له پرځولو او واک ته د اسلامی امارت له رسېدو وروسته که څه هم اقتصادی حالت مخ پر ځوړ بلل شوی؛ خو د چارو د شنونکو په باور اوس د پانګونې په برخه کې د نوی حکومت سترګې یوازې همدې چین ته دی.

چین تر دې مخکې په نورو برخو کې هم د پانګونې ډاډ ورکړی دی.

ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د ولسی وګړیو پر اقتصادی حالت اندېښنه ښودلې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید