روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

چپه نمک

چپه نمک دوه ډوله دی، چې یوډول یې مغزلرونکی اودویم ډول یې پرته له مغز نه جوړیږی.

صدیق فرشتې ته د ماڼۍ په انګړ کې دچپه نمک په نامه دیو ډول وچې مېوې دخوړلو وویل، چې پدې مهال لالوماما راغی اوټول دماڼۍ دالېزونوته وردننه شول.

فرشتې له لالوماما نه دچپه نمک په اړه وپوښتل، چې هغه ورته پدې اړه لاندې کتابچه پرانیستله:

په کتابچه کې دماڼۍ خبریال ځوانکیانوته دچپه نمک په اړه داسې مالومات ورکول:

چپه نمک له دوو ډولونوزردآلو، سپین ساقی او سورساقی،څخه جوړه شوې کښته ده، زړی یې اېستل شوی وی.

وروسته دزردآلو د زړو پرځای پکې بادام یاهم نورې زړی ږدی اولمر ته یې په برابره اندازه وچوی.

چپه نمک ډېری د بامیانو په ولایت کې جوړیږی ، چې بیا دهېواد نورو سیمو او باندنیو هېوادونوته هم صادریږی.

چپه نمک په دوو ډولونوجوړیږی، چې یو ډول یې مغز لرونکی او دویم ډول یې پرته له مغزنه وی.

دیادونې وړده، چې چپه نمک دلږې مودې لپاره په لمر کې پاتې کیږی، پداسې حال کې چې کښته ترډېره لمرته پرېږدی، چې ښه وچه شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید