روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ځوانان په هیواد کې دتل پاتی او با عزته سولی په رامنځته کیدو کې مهم رول لوبولی شی

دمطبوعاتو به حواله او داحصائیه له مخی اوس په افغانستان کی ۶۰ سلنه ځوانان دټولنی لویه برخه او سترقوت جوړوی او همدا ځوانان دی چی دملک په ډیرو نازکو او حساسو شیبو کی په ډیر لوړ احساس او قوی مورال او دخپل سر په بیه دهیواد دوسله وال پوځ په لیکو کی دیوی انګیزی له مخی ور درومی او برخه پکی اخلی موخه داده چی تحصیل کرده ځوانان مو دخپلو نیکونو او پلرونو په شان چی دوه تاریخی جګړو کی له انګریز او بیا وروسته له شورویانو سره دخپل ګران هیواد دخپلواکی او ارضی تمامیت په ګتلو او ساتلو په خاطر له دښمن سره جګړه کړی او دښمن ته یی ددرنی قربانی په ورکولو سره غاښ ماتوونکی ځواب او ماته ورکړی ده او دښمن یی دیته اړ باستلی ده چی له افغانستان څخه خپلی پښی سپکی کړی نو همدغه ځوانان دی چی نن سبا دحکومت په ټولو تشکیلاتی برخو کی فعاله ونډه لری بل همدا ځوانان دی چی دملک په آبادی او دسولی په رامنځته کیدو کی مهم رول لوبولی شی او دغه زمینه ځوانانو ته دهیواد جمهور رییس داکترمحمداشرف غنی برابر کړی ده که څه هم پرولسمشر غنی ځینی سیاسیونو او ځینی حلقاتو په وار وار تندی نیوکی کړی چی ګویا بی تجربی ځوانان یی دهیواد درهبری په مهمو بستونو او عالی رتبه چوکیو کی ګمارلی او مقرر کړی دی چی دوی دپوخوالی مرحلی ته ندی رسیدلی. خو علم او تجربی دا ثابته کړی ده چی ځوانان دټولنی یوه با انرژی قوه ده او دوی کولای شی دخپلی مسلکی پوهی او لوړو تحصیلاتو په لرلو سره دهیواد درهبری په ټولو تشکیلاتی څانګو کی ونډه واخلی او ټولنی ته دښه خدمت مصدر وګرځی، باید وویل شی چی هرځوان او تحصیل کرده قشر کولای شی دورځنیو چارو په ترسره کولو سره تجربه او ورو، ورو دپوخوالی مرحلی ته ورسیږی بل ددوی دکار څخه باید وقتاً فوقتاً ارزونه وشی لکه څنګه چی دغه پروسه اومیکانیزم دملکی خدمتونو اداری څو کاله مخکی دهیواد په ټولو تشکیلاتی برخو کی پیل کړی ده خو دا دځوانانو حق ده چی لومړی دتحصیل شرایط او وروسته په ټولنه کی دکار زمینه ورته برابره شی ترڅو ددوی دانرژی څخه دافغانستان دآبادی په چارو کی ګټه واخیستل شی نه داچی ځوانان دیته اړ شی چی ګاونډیو او نورو بهرنیو ملکونو ته دکار کولو له پاره لاړشی او دځوانی قوی اوتانده انرژی چی دپردو له پاره مؤثره تمام شی. بل ځوانان دوړتیا او ارزونی په صورت کی باید مکافات او تقدیر شی په دی صورت کی دځوانانو وړتیا او ژمنتیا څو برابره لوړیږی. خو تجربی او علم دا ثابته کړی ده چی وطن دځوانانو په مټ او قوت دترقی او تعالی لوړو پوړیوته لاره پیدا کوی او له سیالو هیوادو سره دترقی او پیشرفت له کاروان سره سم هغی موخی ته ځان رسولی شی کوم چی دمتمدنی نړی ځوانانوځانونه په اقتصادی ډګر کی هغه کلاس او مدار ته رسولی دی چی نن ورځ یی په خپله ټولنه کی خدمت یې مثبته نتیجه ورکړی اوخپل هیواد یی دپردو داسارت او احتیاج څخه ژغورلی او دانسانی ژوند له پاره یې زمینه او امکانات برابر کړی دی لکه جاپان، هندوستان، چین او… دوی نه یواځی دخپلی ټولنی له پاره درفاه ژوند زمینه او امکانات برابر کړی بلکی دوروسته پاتی او مخ پرودی هیوادو کی سرمایه ګزاری او مرسته کوی باید وویل شی چی دملی وحدت حکومت دپنځه کالو په موده کی په هیواد کی دتل پاتی او با عزته سولی درامنځته کیدو له پاره نه ستړی کیدونکی هلی ځلی پیل کړی خو هیله دا ده چی دبین الافغانی خبرو له لاری په خپلو کی په یوه ملی اتفاق سولی ته درسیدو زمینه برابره کړو ترڅو په هیواد کی مو ورور وژنی ته دپای ټکی کیښودل شی او هم له دی فرقه یی او ډله ییزو وژنو څخه لکه څنګه چی دوه اوونی مخکی دننګرهار په هسکی مینه کی په یوه مسجد کی دجمعی دورځی په نمانځه کی له ۶۰ څخه زیات مسلمانان ورونه شهیدان او دپنځوس په حدود کی ټپیان شول همدارنګه څو ورځی مخکی دپلخمری دکاخېلو په کلی کې د دوه کورنیو څخه ۸ تنه شهیان او ۸ تنه زخمیان شول.  خوددی فرقه یی او ډله ییزو وژنو جبران کول کلونه کلونه وخت غواړی بل ددی شهیدانو او زخمیانو څخه راپاتی زنانه او ماشومانو ته دژوندانه معیشت برابر ول هم په ټولنه کی یولوی او عظیم مسؤلیت به څوک  په غاړه اخلی دغه ماشومان چی دسبا دورځی مسؤلیت په ټولنه کی باید ولری  تعلیم اوتربیه به یی څوک ترسره کوی؟ ماشومان سالمی ښوونی او روزنی ته اړتیا لری که چیری سولی ته ونه رسیږو دا دهری ورځی دماشومو یتیمانو اندازه په څومره ته لوړه شی نو پرټولو افغانانو می دا غږ ده چی راځی نن ورځ یو بهترین فرصت ده چی امریکا غواړی په افغانستان کی سوله رامنځته شی او ددغه ناروا جګړی ټغر دتل له پاره له افغانستان څخه ټول شی خو بیا به احسن تکرار ویلای شم چی ځوانان دسولی سفیران کیدلای شی، نو لازمه ده چی پرځوانانو سرمایه ګزاری وکړو زده کړو او تحصیل ته یی وهڅوو اعتماد پری وکړو او له انرژی څخه یی دخپل هیواد دآبادولو په چاروکی ورڅخه ګټه واخلو او پری نږدو چی ددوی په انرژی پردی ملکونه آباد شی لکه څرنګه چی دجهاد او مهاجرت په کلونو کی ګاونډی هیوادونه زمونږ دځوانانو په مټ دلږ مزد په ورکولو سره آباد شول نو دا دمشرانو دنده ده چی له ځان ځانی تیرشو په یوه ملی فکر په خپلوکی یوی  نتیجی ته ورسیږو ترڅو دپردو له ښکار څخه خلاص او دیوه آباد اوسمسور افغانستان له پاره په ګډه کاروکړو خو دا هغه وخت کیدای شی چی په ملک کی مو دجګړی ټغر ټول او سوله تامین شی به غیر لدی به په دی هیواد کی هره ورځ ځوانان، ماشومان، زنانه او سپین ږیری وژل کیږی جنازی به روانی وی او دوطن آبادی به مو په کڼدواله بدلیږی خو له یادو ناخوالو څخه یوازنی دنجات لاره په خپلو کی تفاهم او سوله ده.

اختر محمد اکاخیل

ممکن است شما دوست داشته باشید