روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

ځوانانو ته د اسلافو وصیتونه

احسان مجاهد

_ابو اسحاق(رح) وایی: ای ځوانانو! ځوانی غنیمت وګڼئ؛ په ما داسې ډېرې شپې تېرېږی چې زه په کې ۱۰۰۰ آیتونه تلاوت کوم، سوره بقره په یوه رکعت کې لولم، د حرم د میاشتو، ددوشنبې او پنجشنبې په ورځ او له هرې میاشتې څخه دری روژې نیسم. ځوان باید دځوانۍ مرحله دعبادت لپاره ښه فرصت وګڼی!

_مالک بن دینار رح وایی: بې شکه خیر ټول په ځوانۍ کې دی. دی «رح» دې اشاره کوی چې ځوانی د ستر برکت او خیر مرحله ده، کوم ځوان چې دغه مرحله په عبادت او د امت په خیر خواهۍ کې صرف کړی؛ ده دځوانۍ قیمت یې درک کړ او کوم ځوان ته چې دځوانۍ قوت، دوخت فراغت، ډېر مال او د وخت فتنې برابرې شی؛ بیا نو دغه شیان دځوان لپاره ستر مهلکات دی.

_زید بن ابی الزرقاء(رح) وایی: موږ دسفیان ثوری (رح) په دروازه کې وو چې دی راووت او موږ ته یې
ووېل« ای ځوانانو! دعلم د ترلاسه کولو لپاره ځوانی غنیمت وبولئ!» ځکه په ځوانۍ کې چې دعلم کومه لاسته راوړنه ممکنه ده؛ په بوډا توب کې هغسې نه ده ممکنه، ځوانی ډېره په تیزۍ سره تېرېږی؛ امام احمد بن حنبل (رح) وایی: زه ځوانی هغه شی ته ورته ګڼم چې زما په لستوڼی کې وی او بیا یو دم رانه ورک شی.

_حسن بصری(رح) به ډېر ویل: ای ځوانانو! آخرت وغواړئ (ځانونه ورته تیار کړئ!) ډېر دآخرت طلب ګار مو داسې لیدلی چې، الله تعالی دنیا هم ورکړه، خو هېڅ ددنیا طلب ګار مو نه دی لیدلی چې آخرت یې هم په برخه شوی وی.

_ عقبه بن ابی حکیم(رح) وایی: موږ ته عون بن عبد الله رح وویل « ای ځوانانو! موږ ډېر ځوانان وینو چې مړه کېږی، کښت چې سر ته ورسېږی؛ نو دریبلو وخت یې رانږدې شی او د ځوان چې عمر تېر شی مرګ یې رانږدې شی. یو شاعر وایی: «یعمر واحد فیغر قوما ** وینسی من یموت من الشباب» ژباړه: یو عمر خوړلی بسته قوم دوکه کړی(ډېر ځوانان دبوډا په لیدلو سره خپلې چارې ځنډوی او وایی؛ زه چې ددغه بوډا عمر ته رسېږم، ډېر وخت لا پاتې دی) حال داچې ددوی مړه شوی ځوانان هېر دی. ابن جوزی(رح) وایی: ځوان دې په خپله ځوانۍ او قوت نه شې دوکه؛ ځکه بوډاګان کم مړه کېږی، ځوانان او ماشومان زیات مړه کېږی. موږ وینو چې هدیرې له ځوانانو ډکې دی.

_عبد الوهاب الثقفی رح وایی: موږ ته ایوب السختیانی(رح) وویل « ای ځوانانو! کسب کوئ؛ ددې لپاره چې ددغو( مالدارو) دروازو ته اړ نشئ!» یعنې ځوانان باید له تعلیم سره ددنیا کسب هم زدکړی او په خپلو مټو زور واچوی، تر څو بیا نورو ته اړ نه شی.

_جعفر (رح) وایی: موږ دقبلې په خوا کې ناست وو، چې ثابت بنانی(رح) راووت او موږ ته یې وویل « ای ځوانانو! تاسې زما او زما درب ترمنځ مانع یاست چې زه خپل رب ته یوه سجده وکړم!» نن ورځ بعضې ځوانان په مسجد کې سره ټول شی، بې ګټې دنیوی خبرې کوی، په خپله هم عبادت نه کوی او دنورو دعبادت خوند او خوشوع هم له منځه یوسی، اکثره ځوانان په مسجد کې د ټلېفون له لارې خلکو ته اذیت رسوی. نو ځوانان باید خپله هم عبادت وکړی او نور هم له عبادته ونه باسی.

_حسن بصری(رح) وایی: ای ځوانانو! له تسویف(دکار له ځنډولو څخه) ځانونه وژغورئ؛ یعنې ژرده دا کار به کړم او ژرده دا به کړم. ځوانان دې په توبه او نورو نیکو کارونو کې ځنډ نه کوی؛ ځکه ډېر کله په دې تمه ځوانی ټوله تېره شی، بعضې خلک دتوبې په ایستلو کې زړه نازړه شی آخر تر دې چې مرګ یې میلمه شی.

_محمد بن یوسف وایی: په موږ ځوانانو به شپې مهال سفیان ثوری رح غږ وکړ « ځوانانو! پورته شئ لمانځه ته، همېشه خو به ځوانان نه یاست!»

مأخذ: (وصایا السلف للشباب)

ممکن است شما دوست داشته باشید