روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

پکارده چې نړیواله ټولنه د افغانانو د تلپاتی سولی لپاره لاس په کار شی

دتیرو ۱۹ کلونو راپه دیخوا، په افغانستان کې دنړیوال تروریزم پرخلاف جګړه روانه ده، چې په دغه جګړه د افغانستان دخلکو مادی او معنوی شتمنی له خاوروسره خاوری شوه، او نږدی نیم میلیون افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، او دنړیوالو راپورونو له مخی له ۷ لکو څخه زیات کورنی ګډوال نن د ژوندله سختو اقتصادی، روغتیایې او فرهنګی ستونزو سره مخامخ دی. له نن نه ۱۹ کاله مخکی په افغانستان خلکو دنړیوالو سوله ساتونکو ځواکونو هرکلی په ډیره مینه وکړ، او په دې هیله وو، چې په افغانستان کې به دسوله ساتو ځواکونو په شتون کې جګړه ختمه او دسولی بیرغ به په ټول هېواد کې ورپیږی. او په هېواد کې به دیو قوی نظام په جوړولو سره د افغانستان دټولو خلکو لپاره دکار شرایط برابرشی. او دهېواد اقتصادی څرخ به په حرکت راشی، او هم به دټولو غیر مسؤلو وسله والو کسانو څخه وسلی را ټولی او هم به دنشه یې توکو قاچاق تولید او کښت پای ته ورسیږی. د افغانستان خلکو دخپلو پاکو زړونو په درلودلو سره دنړیوالو ځواکونو په شتون کې په خپلو ځوبونو کې جنتونه لیدل. اوس د افغانستان خلکو ته په هغه بد حالت کې خپل ځان ښکاری، چې په ۱۳۸۰ ل کال کې یې فکر هم نه شوکولای نن د افغانستان خلک د ډیر کمزوری نظام خاوندان دی، دنشه یې ټوکو تولید، کښت او قاچاق په کې له اندازی نه وتلی دی، غیری مسئول وسله وال دهېواد، د امنیت لپاره یو ستر ګواښ دی. اداری فساد په کې په ښه درزکې روان دی، دقانون حاکمیت ډیر کمزوری ښکاری، اوهم اداری اصلاحات لکه څنګه چی لازم ده سرته نه رسیږی.
که خبره را لنډه کړم بیاهم دملی یووالی حکومت وکولای شول چې دخپلو امنیتی ځواکونو شمیر د امریکا او ناټو په دوامداره مرستو سره دری سوه وپنځوس زروته ورسوی. په تیرو ۱۹ کلونو کې د افغانستان د دولت، امنیتی ځواکونو دتجهیز تمویل او روزنی لپاره ډیر نړیوال کنفرانسونه جوړ شول، چې ددغه کنفرانسونو اغیزی د افغانستان دخلکو په ژوند او امنیتی ځواکونو په پیاوړتیا کې په ډاګه ښکاری. نن دنړیوال تروریزم سره دجګړی بار یوازی د افغان امنیتی ځواکونو په اوږو پروت دی او په افغانستان کې یوه بشپړه نیابتی جګړه روانه ده. خو قربانی یې د افغانستان خلک دی.
دتیری ۱۹ کلنې جګړی په بهیر کې نړیواله ټولنه په دی توانیدلی ده، چې د افغانستان په جګړه کې وخت په وخت دمړو او ټپیانو په اړه خپل راپورونه خپاره کړی، چې له دغه رنګه راپورونو څخه داپه ډاګه کیږی چې نړیوالی ټولنې په افغانستان کې دنړیوال تروریزم پرخلاف جګړه له نږدی ته څارله، او دجګړی په بهیر کې یې دهغه ماشوم سلګۍ اوریدلی چې دمور په غیږ کې دزړه دوینو په سمندرکې سلګۍ وهلی او دشهادت جام یې په سراړوه، دجنګ په لمبوکې زموږ دسپین ږیرو او ځوانانو ناری سوری نړیوالی ټولنې په خپلو غوږونو اوریدلی او لمبدیلی دی.
په افغانستان کې د منتخب حکومت په جوړیدو او د امریکا او طالبانو ترمنځ دسولی دهوکړه لیک په لاسلیک سره اوس ددی وخت را رسیدلی دی، چې په افغانستان کې دجګړی دختمولو او تلپاتی سوله دراوستلو لپاره نړیواله ټولنه لاس په کارشی، او دبین الافغانی خبرو دپیل لپاره شرایط برابره کړی.
دواړو لوریوته درنه مرګ ژوبله اوړی، او بهرنی لاسونه په افغانستان کې دجګړی د دوام لپاره ډیر کار کوی.
دغه رنګه حالت په شتون کې نړیواله البته باید دا ومنی چې، دنړیوال تروریزم پرخلاف جګړه کې افغانانو سخته قربانی ورکړی ده، خو ګټه یې نوروته رسیدلی ده.
همدارنګه نړیواله ټولنه دامکلفیت لری، چې دنړیوال سولې دبقا او د افغانستان سولی لپاره په عملی ډول لاس په کارشی، داځکه چې په افغانستان کې دسولی د راتللو لپاره د امریکا له لوری له طالبانو سره دسولې یوولس پړاوونو دخبرو په پایله کې دسولی هوکړه منل شویده، او یوازی دبین الافغانی خبرو دپیل لپاره یوڅه ستونزی رامنځته شوی دی، چې ددغه ستونزو دلری کولو لپاره په اوس وخت کې دنړیوالی ټولنې را دمخه کولو ته سخته اړتیا لیدل کیږی. داسمه خبره ده چې دملګرو ملتونو عمومی منشی انتونیو ګوتریش د امرکیا او طالبان ترمنځ دسولی دهوکړه لیک له لاسلیک څخه هرکلی کړی او دهغی له عملی کولو څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړی دی، چې ددغه رنګه ملاتړ په شتون کې افغان دولت او خلک له نړیوالی ټولنې څخه په ډیر درنښټ هیله کوی، چې په خپلو هڅو سره په افغانستان کې ۱۹ کلنی جګړی ته دپای ټکی کیږدی او په روان کال کې د افغانستان دسولې بهیر دټاکلو تضمینونو له مخی دپوره دبری سرحدته ورسوی.
سمیع الله سمیع

ممکن است شما دوست داشته باشید