روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پکارده چې درایو شمیرل په پوره حوصلی او زغم سر ته ورسیږی

د روان کال په پیل کیدلو سره سم دټاکنو خپلواک کمیسیون دولسی جرګی او ولایتی شوراګانو د ټاکنو لپاره په خپل چمتووالی پیل وکړ.

 دټاکنو دخپلواک کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد، د ۱۳۹۷ ل کال دوری په ۱۲ مه دیکشنبی په ورځ اعلان وکړ، چې دټاکنو لپاره نوم لیکنه به دوری په ۲۵ تمه پیل شی، او ولسی جرګې او ولایتی شوراګانو ټاکنی په دتلی په ۲۸ تمه سرته ورسیږی.

دټاکنو کمیسیون ددغه اعلان له مخې خلک په دی پوه شول چې دملی یووالی حکومت په پوره باور سره دولسی جرګې او ولایتی شوراګانو دټاکنو لپاره پوره اراده لری، اوباید چې په راتلونکو ټاکنوکې د ولسی جرګی
او ولایتی شوراګانو دوکیلانو په برخه کې له پوره هوښیارۍ او دقت څخه کار واخلی.

د روان کال په بهیر خلکو مدنی ټولنو او سیاسی ګوندونو په دی باندی ټینګار کاوه، چې دټاکنو په خپلواک کمیسیون او دشکایتونو په کمیسیون کې دپوره باور وړکسان ځای پرځای شی ترڅو په ټاکنو کې دپوره شفافیت څخه کار واخلی، او په سمه توګه حق حقدارته وسپاری. دخلکو او مدنی ټولنو دغوښتنی له مخې دملی یووالی حکومت هڅه وکړه چې دخلکو باور وړمسلکی کسان دټاکنو په خپلواک کمیسیون او دشکایتونو داوریدلو په کمیسیون کې ځای پرځای کړی، ترڅو خلک په دواړو کمیسیونونو پوره باور پیدا کړی. دنوموړی باور له مخې د ۱۳۹۷ ل کال په رارسیدلو سره دټاکنو خپلواک کمیسیون دخپل ټاکلی پروګرام له مخې دټاکنو په عملی بهیر پیل وکړ. هغه داچې دوری په ۲۵ تمه د دوشنبی په ورځ دهېواد په ۳۴ ولایتونو کې په ټاکنو کې دنوم لیکلو بهیر دټاکنو دخپلواک کمیسیون له لوری پیل شو.

دنوم لیکلو نوموړی بهیر دغویې په ۲۳ تمه پای ته ورسید او په دغه نوم لیکنه کې نږدی ۹ میلیونه افغانان راجستر شول دنوم لیکلو په بهیرکې طالبانو په خپل ټول توان سره هڅه وکړه، چې دنوم لیکلو بهیر دنوم لیکلو په دفترونو دبریدونو له امله و دروی خو د افغانستان خلکو دخپلی ښی راتلونکی او ددموکراسۍ دارزښتونو په رڼاکې دهر ډول قربانۍ په منلو سره درای ورکولو په مرکزونو او محلونو کې وکارولی او آن داچې درای تولی نړۍ ولیدل.

 دیوشمیر رسمی سرچینو له مخی دتلی په ۲۸ تمه دچهارشنبی په ورځ دولسی جرګې لپاره دټاکنو په بهیرکې دطالبانو دتهدیدونو په ترڅ کې ۸۰ تنه دملی اردو سرتیری، ۵۰ تنه ملی پولیس او یوشمیر ولسی کسان و وژل شول او یوشمیر کسان ټپیان شول. افغانانو ددغه رنګه قربانیو په منلو سره بیا هم وکړای شول چې دولسی جرګی
په ټاکنوکې په زیات اندازه ګډون وکړی خو دبایومتریک سیستم سره دنابلدتیا له امله دټاکنو دکمیسیون غړو نه شوکولای لکه څنګه چې لازمه وه. دټولو خلکو لپاره درای ورکولو وخت او امکانات برابر کړی، چې ددغه نیمګړتیا له امله ډیری خلک له خپلی رای څخه محروم پاتی شول. له بلی خوا یوشمیر زورواکانو او دکمیسیون یوشمیر غړو په درغلیو کې تورن وګڼل شول، او په یوشمیر مرکزونو او محلونو کې صندوقونه دیوشمیر نوماند و په ګټه ډک شول. په ټاکنو کې دنابرابریو او درغلیو له امله له ۱۱ زرو څخه زیات شکایتونه دټاکنو دشکایتونو داوریدلو کمیسیون ته رسیدلی دی، چې دڅیړلو چاری یې روانی دی، او هڅه کیږی چې درایو شمیرنه په دقیق ډول وشی او حق حقدارته وسپارل شی. دولسی جرګی په ټاکنو کې
۲۵۶۰ تنو نوماندانو ګډون کړی وو خوپه کندهار کې دستر جنرال عبدالرازق دشهادت له امله دیوی اونۍ لپاره ټاکنی وځڼډیدی، خو دلړم په پنځمه په کندرهار کې هم دولسی جرګی لپاره ټاکنی سرته ورسیدی. دکندهار په ټاکنو کې هم دهېواد دنورو ولایتونو په څیر نیمګړتیاوی موجودی وی او دبای متریک سیستم له لاری ټولو خلکوونه شو کولای چې خپلی رایې وکاوری او ډیر خلک درای ورکولو له حق څخه محروم پاتې شول.

د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه یوازی دغزنې په ولایت کې ټاکنی دراتلونکی لپاره وځنډول شوی.

په افغانستان کې دطالبانو دتهدیدونو سره سره بیاهم دټاکنوسرته رسیدلو دا وښودله چې د افغانستان خلک په خپلی بریالۍ راتلونکی پوره باور لری او په دی پوره باور لری چې د دوی دمشروع نظام په وړاندی ددښمنانو هلی ځلی کوم ځای نه نیسی.

بله داچې نړۍ ته داپه ډاګه شوه، چې د افغانستان د امنیتی ځواکونو په وړاندی، دټولو استخباراتی او تروریستی شبکو دسیسی په خپل وخت د زوړرو امنیتی ځواکونو له خوا شنډی شوی، اوهم په ټاکنوکې د افغانانو پراخه ګډون داثابته کړه، چې د افغانانو ملی یووالی دنړۍ هیڅ قدرت له منځه نه شی وړلی.

موږ باید داومنو چې زموږ دبریالیو ټاکنو په وړاندی زموږ دهېواد، دښمنان لاسی ترزنې نه کینی او هڅه کوی دټاکنو په شمیرلو او دهغی دپایلو دله منځه وړلو لپاره داسی ناوړه کړنی اولاسوهنی څرګندی کړی، چې په ټاکنو کې دټاکنو دکمیسیونونو، روڼتیا او شفافیت ته زیان ورسوی.

له نیکه مرغه دروانی میاشتی په ۲۸ مه دسې شنبی په ورځ دټاکنو کمیسیون دبشپړ یووالی په فضا کې غونډه وکړه، او پریکړه یې وکړه چې په ټاکنو کې په ټولو درغلګروته له قانون سره سمه سزا ورکړل شی او کوښښ په وشی، چې دبایومتریک سیستم په څنګ کې هغه سیمی رایې هم په رای شمیرنه کې حساب شی چې دټاکنو د غړوله خوا، په ځانګړو لستونوکې دبایومتریک سیستم خرابوالی له امله دخپلی خوښی نوماندانوته ورکړل شوی دی. د افغانستان خلک له یوی خوا، دټاکنو کمیسیونونو دغړو له زیار او کوښښ څخه مننه کوی نوله بلی خوا دټاکنو دکمیسیونونو له مشرتابه او مسؤلو غړو څخه په کلکه غواړی چې په پوره حوصلې او زغم درای شمیرنۍ بهیر سرته ورسوی او په بشپړ ډول پاکی رای له ناپاکو څخه بیلی کړی او په پوره امانت داری سره حق حقدارته وسپاری دخلکو رښتینی استازی ولسی جرګې او پارلمان ته لاره پیدا کړی.

سمیع الله سمیع

ممکن است شما دوست داشته باشید