روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پښتو خپرونې او ۱۰۰ کاله خدمت

عبدالهادی قریشی

 دویمه برخه 

له دی وروسته ګڼو (پاڼو) کې دسرمحرر برهان الدین کشککی په نوم یوه کوچنۍ کلیشه خپره شوی ده (۹)

په څلورم نشراتی کال ۱۳۲۰ کې محمد بشیر مدیر نوم لیکل شوی دی(۱۰) دامانی ځلاندې دوری په پای کې دمحمد امین خوږیاڼی په مشری دغه جریده په طبع حروفی کې چاپېدله (۱۲) دمحمد نادر شاه دسلطنت پرمهال شمس الدین خان قلعټګی په ۱۳۱۵ کال کې ۶ مخه شوه دغې جریدې له هماغه پیل څخه په پښتو شعرونه خپرول پرهمدی مهال ۱۳۱۵ کې په بشپړ ډول پښتو نه وه بلکی ۲ مخه یې پښتو شول او په ۱۳۲۰ ل کال کې دمولانا خادم په مشرۍ په بشپړ ډول پښتو وه (۱۲) په ۱۳۳۷ ل کال کې اتحاد مشرقی په (ننګرهار) و اوښتله او دجریدی پرخای ورځپاڼه شوه (۱۳) چې اوس مهال دهغې دخپریدو او فرهنګی چوپړ څخه پوره ۱۰۰ کاله تیریږی.

چې دمطبوعاتی خدمتونو او امانی ځلاند پیر دلوړو خدمتونو یوستوری دی.

ارشاد النسوان: دغه جریده په امانی ځلانده عصر کې په ۱۳۰۰ ل کال دښځو د ذهن د روښانه کولو، ښوونی روزنی، پخلی، خیاطی دماشومانو تربیه، لیک لوست او سیاسی خبرونو دخپرولو په پار د امانی عصر د اساسی نظامنامې( اساسی قانون) د ۱۳۰۲ کال په ۱۱ مادې ددغه متن جوخت چې(… دمطبوعاتو چاپول د افغانستان دټولو وګړو (اتباعو) حق دی… خارجی خپرونی د جلا قانون له لوری را وړل کیږی، دغه ډول دمطبوعاتو نظامنامی چې په دوه څپرکیو او ۱۸ مادو کې جوړه او داسی راغلی وه: اخبارونه یوازی افغانی تبعه خپرولای شی… او دخلک باید له مدنی حقوقو څخه خبر اوبرخمن شی…) (۱۴) چې دارشادالنسوان جریده او د(معرف معارف او ستاره) جریدی هم په همدی لحاظ خپری شوی ارشاد النسوان جریده د محمود طرزی دمیرمنی له خوا مدیریت کیدله چې دوه تنه په کې مهم ښځینه شخصیتونه وو اسما او روح افزا، چې تراوسه یې نومونه په لوړه توګه اخیستل کیږی. احتمالاً د (میرمن مجله) هم په هماغه محتوا او کچه په پښتو او دری اوپه پورته یاده شوی منځپانګه خپریږی او دارشاد النسوان څخه اوس مهال دخدمتونو دوره یې تریومې پیړۍ پوری رسیږی(۱۵)

طلوع افغان، جریده، ورځپاڼه(۱۳۰۰ ش تاسیس،۱۳۱۱ پښتو کېدل: دطلوع افغان جریده د ۱۳۰۰ ل کال دتلی (په ۱۵ مه)  نیټه په ښکلی کندهار کې په دبرین چاپ خپره شوه، چلوونکی یې مولوی صالح محمد هوتک و او کچه یې ۲۸ نیم ۴۴ ساتنی متره وه، لومړی په دوه مخونو یوپانیز بڼه، بیا په ۴ مخونو وروسته ۴ شنبی څخه شبنی په ورځ دعبدالعزیز بابه په مدیریت او په ۱۳۰۹ کې دلنډی مودی له پاره دموید الاسلام په نوم او په ۱۳۱۰ کال چې دپوهاند حبیب په مشرۍ یې خپرونی وکړی(۱۶) دغی جریدی له پیل څخه په پښتو لږه خپرونه درلوده، خو په ۱۳۱۱ کال کې په بشپړه توګه په پښتو شوه دهغی سیمی دوګړو دفرهنګ او ژبی سره سم یې خپرونی جوړې او تیاری شوې وې. په ۱۳۱۹ کې یوسف ایازی او په ۱۳۲۹ کال کې خادم په ۱۳۳۳ کال کې نجیم آریا په ۱۳۴۰ کال کې محمد کرزی او بیا ایوبی او عطایې یې مدیریت کاوه (۱۷) نوموړی جریده په ۱۳۲۲ کال کې ورځپاڼه شوه او دهغی مهالنی چوپړ اوس مهال یوی پیړۍ ته رسیږی، او لاتراوسه هم په پښتو او دری ملی ژبو شعرونه هم خپروی او دلیکوالانو تونده پری ماتیږی.

پښتون مجله، پښتون، میاشتنی رساله پیښور ۱۹۲۸ ع دسرټکی یې دادی:

نه کلونه دغلام په غلامی کې
نه ساعت د آزادې که ځنګلدان وی
همدا خبره رفیع (دتوری شرنګ رساله پښتون) دخلیق تحقیقی مقالې ۱۹۷۲ ع کال څخه هم راخیستی ده. او پښتو خپرونې په ۵ مخ کې ضبط
کړی ده.

یادونه! پښتون مجله د ۱۹۲۸ کال دمې په میاشت = ۱۳۰۶ کال کې د (انجمن اصلاح الافاغنه) دسمون پالې ډلی له خوا د خان عبدالغفار خان (فخر افغان) په چلونه خپره شوه. ددې مجلی کشر مدیر (محرر) محمد اکبر خادم و او دپښتونستان په اړه د آزادۍ غوښتنی ټینګ سنګرو(۱۷) د (پښتون) مجلې دخپریدلو دوهمه دوره د ۱۹۳۱ ع په می میاشت خو دریمه دوره یې په ۱۹۳۸ کال کې خپره شوه او په ۱۹۴۱ ع کال کې یې دماستر کریم د (نننی دنیا) ودوطنی لیکنو دسلسلی ځینی برخی ترجمه کړی هم وی(۱۸) او څلورمه پړاو یې د اووه نیزی جریده په توګه په ۱۹۴۵ کال په قوت سره چلن وموند. بیا هم لکه د نورو مهالونو په څیر پری پابندی وشوه، خو په ۱۹۷۲ کال کې دنشنل عوامی پارټۍ له خوا(پښتون) مجله سره خپره شوه او دمخونو شمیریې له ۵۰۸۰ څخه لږنه دی(۱۸)

په دریمه دوره دپولی آخوا غاړی کې پښتون مجله په لومړی مخ کې داسی لیکلی:

 چې خازې شنې مې په قبروی ولاړی
که غلام مړیم راڅخه توکئ پری لاړی
چې په خپلو وینو نه وم لمبیدلی
په مامه پلیتوۍ دجومات غاړی
(دغنی خان له شعری ټولګې څخه) ۹ مخ

نرګس (نیالګس) په شایسته ننګرهار کې کله چې حبیب الله خان په سراج العماره کې او یا کله به چې په قلعه السراج (لغمان) کې و نو الحاج حضرت ګل دلغمان دصوفیانو بانډې مشر او لیکوال یې ځانته غوښتنه، هغه دغه رساله (نرګس) په قلمی بڼه په ۴۶ مخونو کې په زیړ ثمرقندی کاغذ په کتابچې بڼه په مټن کې عادی نشری لیکنه په پارسی  او شعری برخه یې په پښتو لیکله او دلومړی هغی لیکنی یې له عربی او پارسی څخه مرکبېۍ وی.

دخبریالیک بیلګه یې:

په ۱۳۳۴ ه ق کال دشعبان په ۱۰ می (چې د ۱۹۶۱ ع کال دجنوری ۲۹ مه کیږی، په کابل او ننګرهار کې لویه جرګه وشوه او په لومړی نړیوالی جګړی کې یې خپله بی طرفی اعلان کړه او دغه موضوع یې حافظ سیف الله ته چې په کابل کې د انګریزانو نماینده و رسماً مکتوب ورو استوه. او امیر دجنورۍ په ۱۱ مې د ۱۹۱۹ میلادی دلغمان په الینګار کله ګوش شکارځای کې شهید شو، هغه (حاجی حضرت ګل بابا پورته متن په نرګس نومی رسالې کې په پښتو ژبی او هم دغه شعر یې له بل چاڅخه رانقل کړی دی چې په دری ژبی دی:

ګلوله بسر فخر ایشازده اند

تپانچه بسرسایه خدا زده اند

چې نوموړی رساله څوګنې په نشی قلم (شړ) سره لیکل شوې او دغه رساله دهغه له مشر زوی مولانا حبیب الرحمن مهدی سره په آرشیف کې وه او همدغه رساله او شعری برخه یې د دوکتور محمد سعید افغانی په کتابخانی کې هم کتل شوې ده.

نوموړی په کتاب (سلطنت عشق رحمانی) په ۲۶۹۹۶۸ مخونو کې دمحمود جان په نامه کوم چې په مزار شریف کې دده مرید و اوسیده او هغه ته یې دلیک لوست دخپراوی په هکله هم څه په شعری بڼه کښلی او ویلی دی چې ښه کار دی کړی دی چې ستاقلم دخلکو په خدمت کې دی … په پای کې(د ذی الحجه الحرام قمری سنه ۱۳۷۵ از مقام قریه هرمل لغمان او لاسلیک شوی جمله شته، هغه لیکی:

قبرخه جوړی کړې عالمه
یارم نازک ده په کې  عمر تیروینه

(دسلطنت عشق رحمانی کتاب تالیف مولانا حبیب الرحمن مهدی لیکنه ۲۶۹ مخ څخه(۱۹)

چې اوس مهال له هغه څخه ۱۰۶ قمری کلونه تیر شوی دی او په خپل مهال او مکان کې دمحیط دغوښتنو او فکری طرز له مخی سم جوپړونه کړی دی.

وړانګه، جریده ورځپاڼه، دوړانګی جریده د ۱۳۲۱ ل کال دوری په ۱۵ مه دپکتیا په ګردیزکې خپره شوه او رشتین صیب او یوشمیرنور لیکوالان یې دمسؤلینو په توګه مقرر شوی او په ۱۳۳۷ کال کې ورځپاڼه شوه
دغی مهمی نشریې په
۷۷ کلن مزل کې خورا زیات ادبی، فرهنګی چو پړونه ترسره کړی دی(۲۰)

پاتی لری

ممکن است شما دوست داشته باشید