روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

پښتو خپرونې او ۱۰۰ کاله خدمت

ورور ږغ: ۱۵ ورځنۍ ملی مجله ۱۳۲۹ ل کال دعبدالخالق واسعی په مدیریت په کندهار کې.

  • جمهور اسلام: پیښور ۱۹۵۱ ع کال ۱۵ ورځنۍ د داکتر انور الحق په مشرۍ.
  • دخپلواکۍ تړون کالنۍ خپرونه ۱۳۳۰ ل کال د ارسلان په مشرۍ په ننګرهار کې
  • آباسین: پښتو میاشتنۍ، کراچۍ راولپندۍ ۱۹۵۲ کې هلته دمیشتو افغانانو (پښتنو) دبیدارۍ له پاره، دمحمد شارق له خوا خپریده.
  • پښتو: میاشتنی کویته ۱۹۵۳ د خداداد په مشرۍ خپریده.
  • نمیروز، هلمند، یا هلمند جریده په ۱۳۳۳ ل کال کې اوپه نمیروز نوم په هلمند په ۱۳۳۷ کال د اوښت، او محمد ابراهیم عطای یی لوی مدیرو.
  • هلال نو، اوونیزه په ۱۹۵۵ ع کال په بنوکې د داکتر اسلم له خوا خپریدله.
  • الفلاح: پښتو ورځپاڼه په پیښور کې ۱۹۵۵ د صدیق په مدیریت خپریدل.
  • آزادی: پیښاور یا روزنامه آزادی پیښاور پښتو ایډیشن ۱۹۵۷ کې خپریده.
  • لار: دپښتو میاشتنی: دپښتو لیک ټولنی هنداره ۱۹۵۶ کې خپره شوه.
  • پوهنه دری میاشتنی مجله ۱۳۳۶ کال په کابل کې عرفانی چوپړونه کول(۲۱)
  • انیس جریده: په ۱۵/۲/۱۳۰۶ ل کال په کابل کې د غلام محی الدین انیس له خوا په امانی ځلانده عصر کې خپره شوه او په هره ۱۵ ورځوکې دمازیګر پرمهال په ۴ مخونو او بیا په ۶ مخونو کې خپره شوې ده، چې او سمهال هم د انیس ملی ورځپاڼی په نامه په لویې صفحی چې په نړیواله کچه ده په ۶ مخونو کې خپریږی او دهغه دخدمت له عمر څخه ۹۲ کاله او دوه میاشتنی تیریږی چې ښه وځلیده.(۲۲)
  • اصلاح ورځپاڼه (ملی ورځپانه) په ۹/۱۱/۱۳۰۰ ل کال کله چې محمد نادر شاه غازی دقطغن نایب الحکومه و دده په امر دمولوی محمد بشیر چې دمنشی نذیر کابلی زوی دی په خان آباد کې په دوه مخونو، په اونۍ کې یوځل خپره شوه هغه لیکلی و:

وقت آن است که خود را همه ایثار کنیم

پی اصلاح وطن کوشش بسیار کنیم

ددغی مهمې ورځپاڼی له پنځولو او ایجاد څخه کابو ۹۸ کاله خدمت ترسره کړی دی.(۲۳)

  • هېواد ورځپاڼه (ملی ورځپاڼه) له نن څخه کابو ۷۰ کاله ړومبی په ۱۳۲۸ ل کال دوری په ۸ مه نیټه دپښتو ټولنی له خوا د عبدالروف بینوا ابن عبدالله خان علی زایی زوی ۱۹۱۳ کال کې په هلمند موسی کلاکې پیدا شوی دده علمی فرهنګی او سیاسی شخصیت له خوا په کابل کې په اونۍ کې یو یوځل هره دوشنبه په ۴ مخونو کې په ۱۳۲۸ ل کال کې خپریده په ۱۳۳۳ ل کال غلام رحمن جرار په مدیریت کې ورځپاڼه شوه او په ۱۳۴۸ کې په ۸ مخونو کې نشر شوه او زیات علمی تحلیلی سیاسی ادبی چوپړونه یط ترسره کړی دی. (۲۵)
  • زیری جریده په ۱۳۱۶ ش کال دپښتو ټولنې له خوا دسرطان په ۸ مه خپره شوه.
  • کابل مجله: ۱۳۱۰ تاسیس، ۱۳۲۰ پښتو کیدل، دغه مجله په ۱۳۱۰ ل کال دغبرګولی په ۱۵ نیټه د ۱۳۵۰ ه ق کال دمحرم په ۱۸ په کابل کې د ادبی انجمن له خوا خپره شوې ده اوس مهال یې د (مخونو شمیر تر ۱۲۵۰ پوری رسیږی او زیاته اندازه فرهنګی خدمتونو یې ترسره کړی دی(۲۶) چې د ۱۱۷ کلونو څخه ترنچی پیړۍ پوری پری د مطبوعاتی، فرهنګی ادبی سیاسی خدمتونو بحث وشو.
  • پایله: (نتیجه ګیری) دیادښت وړدی چې په افغانستان کې له ۱۱۷ کالونو څخه زیات مهال وشو چې مطبوعاتی چوپړونه ترسره کیږی، چې پښتو، دری ملی ژبو او هم له ۶۰ کالونو څخه رادیخوا په نورو محلی ژبو چې دهموطن او وطنداران مجلی خپریږی او دا دبیدار او ژورنالیستی چارو ستره پنګه ګڼله کیږی.
  • خورسمی بڼه یې له ۱۳۶۳ کال ۱۳۶۵ او ۷۰ کاله څخه رادیخوا په پښتو پارسی، ازبکی، پشه یی نورستانی، سریقلی، ګجراتی، شغنانی، واخی، منجی.
  • ژبو او هم په عربی، انګریزی، اردو فرانسوی او المانی ژبو په غږیزو او هم په چاپی او تصویری رسنیو کې خپراوی لری، چې دهېواد په فرهنګی انقلاب کې یې زیات اغیز درلودلی دی او دیوی پیړۍ په اوږدوکې د امانی زرین عصر د دولتی او آزادو خپلواکو رسنیو دیموکراسی دسمې معرفۍ او په دی باب د رسنیزو ټولنو او داطلاعاتو فرهنګ وزارت کارکړنی او توجه او هم د افغانستان دعلومو اکاډیمۍ او دکابل پوهنتون دعلمی شخصیتونو او دمعارف وزارت او د اوسنی مهال له رسنو او دموکراسی حخه د حمایت او پراختیا آزادی ټولنې او د دولت په مشر تابه دحکم له مخی دحمایت په نامه دکمیسیونونو د رسمی جوړولو کار دا ټول دیوی پیړۍ دبنسټ دلومړنۍ ډبرې او نقشی د انځور په تمثال ګڼل کیږی اولویه لاسته راوړنه ده، دمطبوعاتو دهسک دلازیات جلایش او بریالیتوب په هیله.

داخیستلوځایونه:

۱– عطایی- محمد ابراهیم کاندید اکاډیمسن- دافغانستان علومو اکاډمی- دافغانستان معاصر تاریخُ ۱۴۸ مخ وروستی پره ګراف ۲۰۱۰ کال کابل

۲– هماغه ځای

۳-هماغه ځای ۱۴۹ مخ دښاغلی پوهاند محمد کاظم آهنګ دمطبوعاتو ته یوه کتنه د۴۸ مخ په حواله

۴– آهنګ – محمد کاظم پوهاند مطبوعاتو ته یوه کتنه مخونه ۴۹۴۸ ۱۳۸۰ کال – کابل

۵– حبیبی- عبدالحی- پوهاند- جنبش مشروطیت کتاب ۷۶ مخونه ۱۳۶۳ کال کابل 

۶– هماغه ځای ۹۸ مخونه

۷– مهدی- حبیب الرحمن مولانا- سلطنت عشق رحمانی قلمی دیوان ۶۱۱۶۱۲ مخونه

۸– رفیع – حبیب الله- سرمحقق- پښتو خپرونی کتاب ۸۷مخ ۱۳۹۴ کال – کابل

۹– هماغه ځای ۸۸ مخ

۱۰– هماغه ځای

۱۱– هماغه ځای

۱۲– هماغه ځای څلورم پره ګراف

۱۳– هماغه ځای ۸۹ مخ

۱۴– ځلمی – محمد ولی سرمحقق- تاریخچه مطبوعات معاصر ص۱۶ (۱۳۰۰۱۳۸۵ش) ۱۳۸۶ کال – کابل

۱۵– عطایی- محمد ابراهیم کارندید اکاډیمسن- دافغانستان تاریخ معاصر افغانستان ص ۲۴۸

۱۶– رفیع- حبیب الله سرمحقق اکاډمی علوم پښتو خپرونی ۲۳۲۲۲۱ مخونه ۱۳۹۴ کال- کابل

۱۷– هماغه ځای ۶۵ مخونه

۱۸– قریشی- عبدالهادی څیړونکی( دپښتو او بلوڅو مطبوعات) تحقیقی مقاله ۱۳۹۵ کابل

۱۹– مهدی- حبیب الرحمن مولانا- سلطنت عشق رحمانی کتاب ۲۶۹ مخ

۲۰– پښتو خپرونی – رفیع صاحب لیکنه

۲۱– همانجا

۲۲– محمد نصیر مهرین –یادی از انیس ص ۱۰۵ ۱۳۷۷ کابل هامبورګ آلمان

۲۳– اصلاح ورځپاڼه ۲۹ دلو ۱۳۹۶ کال- کابل کلکسیون قریشی

۲۴– پښتو خپرونی کتاب له ۱۴۳ مخ څخه

۲۵– هماغه ځای

۲۶– هماغه ځای ۱۴۴ مخ

عبدالهادی قریشی

ممکن است شما دوست داشته باشید