روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پوهنې وزارت د زرګونه ښځینه او نارینه ښوونکو د استخدام لړۍ پیل کړې

د پوهنې وزارت د هېواد په اتو ولایتونو کې د شاوخوا اوه زره ښځینه او نارینه ښوونکو د استخدام لړۍ پیل شوې.

په هغه بیان کې چې پرون د پوهنې وزارت د بشری سرچینو له خوا خپور شو راغلی چې په هرات، فراه، غور، بادغیس، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې د نږدې اوه زره ښوونکو او اداری تشو بستونو د استخدام لپاره اعلان شوی دی.

د بیان له مخې له دې ډلې ۲۷۷۷ بستونه د ښځو لپاره ځانګړی شوی دی.

په بیان کې دا یادونه هم شوې چې دې بستونو ته کسان د آزادې سیالۍ له لارې جذبېږی.

دا په داسې حال کې ده، چې د نوی حکومت په راتګ سره له شپږم د لوړو ټولګیو د زده کوونکو نجونو لپاره د ښوونځیو په اړه تصامیم ورستی شوی نه دی.

 

 

ممکن است شما دوست داشته باشید