روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

په کونړ کې د پوستو د جوړولو پر سر له پاکستانی پوځیانو سره نښته شوې

له کونړه ترلاسه شوی راپورونه وایی، د دغه ولایت د دانګام ولسوالۍ په بین شاهی سیمه کې د پاکستانی پوله ساتو او افغان طالب ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

سرچینې وایی، نښته وروسته له دې وشوه چې پاکستانی ځواکونو د کونړ ولایت په خاوره کې پوستې جوړولې او ازغن سیم یې غځاوه او طالبانو پرې غبرګون وښود.

د اسلامی امارت او پاکستان تراوسه پورې د دې نښتې په اړه رسماً څه نه دی وېیلی.

پاکستان په ډېرو سیمو کې له ډیورنډ کرښې د افغانستان خوا ته اغزن سیمونه نصب کړی او په ځلونو پاکستانی پوځیان د کرښې په اوږدو کې د ولسی خلکو له غبرګون سره مخامخ شوی دی.

د سیمې یوه اوسېدونکی ذبیح الله وېیلی چې پاکستانی پوځیانو د بین شاهی په ساحه کې د پوستې د جوړولو او د سیم د غځولو کار پیل کړ خو طالبانو یې په کلکه مخالفت وکړ چې په نتیجه کې د دواړو خواوو ترمنځ جګړه پیل شوه.

د سیمې یوه بل اوسېدونکی، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شی، وېیل چې پاکستان له یوې اوونۍ راهیسی د کونړ په خاوره کې د پوستو او دېوال د جوړولو کار پیل کړی و.

ذبیح الله وایی چې طالب ځواکونه وتوانېدل چې د پاکستانی پوځیانو د اقدام مخه ونیسی خو پاکستانی پوځیانو د کونړ د دانګام ولسوالۍ پر قاسم، تبیله او سورکمر سیمو د توپونو او هاوانونو بریدونو ته دوام ورکړ.

وروستی راپورونه وایی چې جګړه درېدلې ده.

بل لور ته:د اسلامی امارت ځینو سرچینو د خوست په ځاځی میدان ولسوالۍ کې د پاکستان د یوې جاسوسی بې پیلوټه الوتکې د نیولو خبر ورکړی دی. ‏دا په داسې حال کې ده،چې ځینو پاکستانی شنونکو په پنجاب او بلوچستان کې امریکا ته په پټه د دوو پوځی اډو د ورکړې خبر ورکړی دی. دغه شنونکی وایی په دې اډو کې لسگونه بې پیلوټه الوتکې او یو شمېر امریکایی کارکوونکی حضور لری.

دا خبرونه په داسې وخت خپرېږی،چې نیږدې لس ورځې مخکې د امریکا بې پیلوټه الوتکو د کابل په وزیر اکبرخان سیمه کې برید وکړ او ادعا یې وکړه، چې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهری یې وژلی دی.

دغې پېښې سره هم مهاله،د امریکا په همکارۍ پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق څخه د خپل شړیدونکی اقتصاد د ژغورنې لپاره د څو میلیارده ډالرو پور په تر لاسه کولو بریالی شو.

د اسلامی امارت له لوری د تېرې جمعې پر ورځ د افغانستان په ځینو برخو کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو خلاف تنظیم شویو لاریونونو کې د پاکستان د استخباراتی ادارې پر ضد شعارونه لیکل شوی او دغه سازمان د یادو بریدونو په ترسره کېدو کې په همکارۍ تورن شوی و.

ممکن است شما دوست داشته باشید