روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په کونړ کې  بزګرو ته کرنیز ماشینونه ورکړل شول

د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په مالی ملاتړ او د افغانستان د راتلوونکو نسلونو موسیسې (ایف.جی.اې) په تخنیکی همکارۍ د کروندګرو څلورو ټولنو ته د ۵.۵ میلیونو افغانیو پر ارزښت کرنیز ماشینونه ورکړل شول.

په دغه مرسته کې درې ټراکټورې، څلور زرنج موټرسایکلونه او نور کرنیز ماشین الات شامل وو.

ځایی کروندګر بیا وایی، د افغان کروندګرو لاسنیوی دې وشی،چې د کرنې په برخه کې اړتیاوې پوره شی.

په دې وروستیو کې د نورو سکتورو تر څنګ د کرنې او مالدارۍ سکتور هم له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید