روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

په کار ده چی اوسنی سیاسی ستونزی د خبرو له لاری حل شی

د ډیری خوشالی ځای دی  چی په هیواد کی د ۴۰کلنی جګړی وروسته په جګړه کی د ښکیلو اړخونو ترمنځ ددی منطق پیدا شو، چی په هیواد کی جګړه ختمه او د سولی لپاره خپلی هڅی یو ځای او ګړندی کړی  چی ښکاره بیلگه یی د قطر هیواد په پلازمینه دوحه کی د افغان طالبانو او امریکا ترمنځ د افغان سولی د هوکړی لاسلیکول دی، چی د کب په لسمه او د فبروری په ۲۹ تمه د شنبی د ۳۵ هیوادونو د استازو په وړاندی د شانداره او تاریخی مراسمو په لړکی د امریکا د استازی زلمی خلیلزاد، او طالب استازی ملا عبدالغنی برادر ترمنځ لاسلیک شو. زه په قوی باور سره دا ویلی شم، چی د سولی د هوکړی په لاسلیک سره د امریکا او طالبانو ترشا ټول پلونه ونړیدل  او دواړو خواوی، مکلفیت او مسئولیت لری، چی د هوکړی ټول مواد په خپل وخت عملی کړی او د بین الافغانی خبرو د پیل لپاره لاره هواره کړی. موږ دا منو، چی د سولی د هوکړه لیک په عملی بهیر کی به ستونزی رامنځته شی، خو د ستونزو د لری کولو لپاره هم لاری چاری شتون لری. متل دی وایی چی که غر لوړ دی نو په سری لاره شته. د همدغه متل په منلو سره دواړه خواوی اړ دی چی د ستونزو په وړاندی ګدی هڅی وکړی او د حل ګده لاره ورته پیدا کړی.

د سولی د هوکړی په موادوکی امریکا دا خبره منلی وه، چی د بین الافغانی خبرو مخکی به له افغان زندانونه ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشی کوی، چی د همدغه شرط له مخی طالبان په دی ټینګار کوی، چی د بین‎الافغانی خبرو مخکی باید ددوی ټول ۵۰۰۰ زره بندیان له یو مخی له بند څخه آزاد کړی شی، د طالبانو ددغه ټینګار په وړاندی ولسمشر غنی هم د خپلو خلکو او حقوق دانانو د غوښتنی له مخی په مشروط ډول د طالب بندیانو خوشی کیدل ومنل او بالاخره د طالبانو د ټینګار له مخی د کب په ۱۵مه د سه شنبی په ورځ د شپی ناوخته یو فرمان صادر کړ، چی له مخی به یی ۱۵۰۰ بندیان په یو وار خوشی، او نور به د یو تقسیم اوقات له مخی په نورو ورځوکی خوشی کړی، خو طالبانو بیاهم غوښتنه کوله، چی امریکا له دوی سره ژمنه کړی او باید چی د هوکړی له ژمنی سره سم طالب ۵۰۰۰ بندیان له قید او شرط پرته خوشی کړای شی…

له بلی خوا، طالبانو د یو فشار په توګه د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کی د امنیتی ځواکونو په وړاندی خپلو حملوته زور ورکړی  چی په دغه حملو کی دواړو لوریوته درنه مرګ  ژوبله اوړی.

همدا راز، د سولی لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، په کابل کی له یوی خوا  د سولی لپاره هڅی کولی او له بلی خوایی هڅه کوی، چی د هیواد د منتخب ولسمشر محمداشرف غنی د لوړی په وړاندی د موازی حکومت مخه ونیسی. دا ځکه چی په هیواد کی د اشرف غنی د قانونی حکومت په وړاندی ډاکتر عبدالله عبدالله له خوا د موازی حکومت د جوړیدلو هڅی ګرمی دی، خو دغه هڅی ولسمشر محمد اشرف غنی د یو فرمان له مخی غیر قانونی ګڼل شوی او په خپل تشکیل کی یی اجراییه ریاست لغوه اعلان کړ او دولتی اداروته یی دستور ورکړ، چی کارکوونکی یی په نورو دولتی ادارو کی ځای یرځای کړی.

ددی په څنګ کی ملګروملتونو  بریتانیا، امریکا او یو شمیر نورو هیوادونو د ولسمشر محمد اشرف‎غنی د قانونی حکومت په څنک کی د موازی حکومتونو له جوړولو سره سخت مخالفت وښوده او دغه کاریی غیرقانونی وګاڼه. د هیواد  قانون پوهانو ویلی چې ددغه لانجی دحل لپاره کومه قانونی لاره نه لری، او په دې یې ټینګار کاوه، چې په قانونی لحاظ محمد اشرف غنی دهېواد، ولسمشر دی او خلکو دخپلو رایو په ورکولو سره ټاکلی او ددی په وړاندی سلیقوی برخوردونه بی ځایه او هسی وخت ضایع کول دی. اوس دهېواد په ټولو ولایتونوکې دتلپاتی سولی دراتللو په هیله دولسمشر محمداشرف غنی بریا لمانځل کیږی. او دهېواد، ټول خلک په خپل ولسمشر محمد اشرف غنی پوره باور لری، او هم په خپله ولسمشر غنی په خپلو خلکو پوره باور لری، چې دکب په ۲۰ مه یې دلوړی دمراسمو په سرته رسولو سره یې دخپلو خلکو دخدمت لپاره او دخپلو خلکو دیو رښتینی خدمتګار په توګه دهېواد، ددښمنانو دهر تهدید اویرغل په وړاندی خپله سینه سپر کړه، او ټولی نړۍ ته یې وښودلو، چې دپور رښتینی افغان او مسلمان په توګه خپل هېواد، او خلکو له ګټو نه خپل سراومال قربانوی، خو دپردیو شومو دسیسوته ځان نه تسلیموی. دهمدغه واقعیت په ښودلو سره نن د افغان سولی په وړاندی دکور دننه او بهر اجماع رامنځته شوی ده.

نن امریکا او په ځانګړی ډول نړیوالی ټولنی ته پکارده  چې دټاکنو موضوع پای ته رسیدلی وگټی، اوټول توان دیته وقف کړی چې په افغانستان کې دسولی د را وستلو لپاره خپلی هلی ځلی په کار واچوی او دبین‎الافغانی خبرو دپیل لپاره ډیرزرشرایط برابر کړی، او ولسمشر محمد اشرف غنی ته ددی وخت ورکړی چې په پوره فکر او دخلکو په پوره سلا مشوری سره داسی یونوی حکومت جوړکړی، چې دټولو افغانانو لپاره دمنلو وړوی، او هم دپوره پوهې، مسلک او تجربی څښتن وی. همدارنګه دهېوادټول خلک د امنی چې دهېواد اوسنی سیاسی ستونزی دخبرو له لاری حل کیدلی شی  خو، خبری باید په هېواد کې دشته واقعیتونو له مخی وی، نه داچې په شخصی غوښتنو او دپردیو په ټوله پری بی ځایه ټینکار کیږی.

سمیع الله سمیع

ممکن است شما دوست داشته باشید