روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په کابل کې د شپږیزې لیګ سیالۍ پیل شوې

پرون دوشنبه د شپږیزې کرېکټ لیګ اتم پړاو سیالۍ په کابل کې پیل شوې.‌ په دې سیالیو کې ۸ لوبډلې په ۳۲ لوبو کې لوبېږی.

د افغانستان کرېکټ بورډ وایی، د لوبې لیدو لپاره به ډېر خلک دغو لوبو لیدو ته ورځی او د کرېکټ سمبالوونکی هیله لری چې دې سیالیو کې به بهرنی لوبغاړی هم ګډون وکړی. د کریکټ بورډ چارواکیو وېیلی، چې دغه سیالۍ پرون د جولای میاشتې پر ۱۸ نېټه پیل او د اګېست تر ۵ به دوام وکړی.

په دغو سیالیو کې ۸ لوبډلې ګډون کوی، چې سږ کال پکې د نورو کلونو په توپیر ۵ بهرنی لوبغاړی ګډون لری او ۲ تبصره کوونکی هم شته.

کریکټ بورډ وېیلی چې د سیالیو لپاره یې بشپړ چمتووالی نیولی دی، خو ځینو مبصرینو بیا پر خواله رسنیو پر اوسنیو سیالیو نیوکې کړی او زیاته کړې یې ده، چې د کریکټ بورډ د کمې توجو له امله اوسنۍ شپږیزه د تېر په څېر نه ده پلان شوې.

ممکن است شما دوست داشته باشید