روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

په وزیر محمد اکبرخان روغتون کې د وړیا او پرمختللې درملنې امکانات برابر شوی دی

اختر محمد اکاخیل

په وزیر محمد اکبرخان روغتون کې د ارتوپیدی یا هډوکو عمومی جراحی او عمومی داخلې څانګې ډېر مهم او لایزری عملیاتونه ترسره کوی او له ۳۴ ولایتونو ناروغان دغه روغتون ته راوړل کېږی.

د وزیر محمد اکبرخان روغتون رییس ډاکتر نثار نیازی د دغه روغتون د صحی فعالیتونو په اړه له انیس ورځپاڼې سره په مرکه کې زیاته کړه چې د وزیر محمد اکبرخان روغتون په درېیوو برخو کې صحی خدمتونه ترسره کوی:

لومړی د ارتوپیدی یا هډوکو برخه، دوهم: د عمومی جراحۍ برخه او درېیم د عمومی داخلې په برخه کې.دغه روغتون اوس د ۲۲۵ بستری ناروغانو ظرفیت لری او د بستری ناروغانو ټول مصارف په وړیا توګه ورکول کېږی. باید ووایم چې د اسلامی امارت له راتګ څخه مخکې په دغه روغتون کې بستری ناروغانو ته درمل او نور مصارف په وړیا توګه نه ورکول کېدل، بلکې هر بستری مریض ته به له بازارڅخه نسخه ورکول کېده، ښاغلی نیازی ووېیل چې پخوانۍ نیمګړتیاوې ډېرې اصلاح شوې او د ناروغانو درملنه اوس په پرمختللیو طبی خدماتو تر سره کېږی: ((د وزیر محمداکبرخان په روغتون کې اوس د لایزری ماشینونو په وسیله د هډوکو عملیات ترسره کېږی، حال دا چې زموږ د ځینو افغان ناروغانو د هډوکو عملیات په پاکستان کې هم نه دی شوی او بېرته دغه روغتون ته راغلی  او عملیات شوی دی، همدارنګه د عملیاتو ۹۰ سلنه مصارف هم د روغتون له خوا ورکول کېږی او ۱۰ سلنه هغه درمل چې په روغتون کې د سټندرد له مخې موجود نه وی بیا له بازار څخه اخستل کېږی او د درملو او غذا ښه امکانات لری.))

ښاغلی نیازی زیاته کړه، چې دغه روغتون ته هره ورځ له ۴۰۰ تر ۵۰۰ پورې د OPD ناروغان او همدارنګه تر ۲۰۰پورې بستری ناروغان مراجعه کوی.

پوښتنه: له د وزیرمحمداکبرخان روغتون سره د عامې روغتیا وزارت تر څنګ کوم نور خیریه بنسټونه هم صحی مرستی کوی؟

ښاغلی نیازی ووېیل: هو له دغه روغتون سره د روغتیا نړیوال سازمان مؤسسه یا WHO هم کله کله کمکونه کوی. همدارنګه د ICRC له خوا هم د عامې روغتیا وزارت په هماهنګۍ سره ډېرې دواګانې راځی، د سره صلیب له خوا هم له دغه روغتون سره په صحی چارو کې مرسته کېږی او ورسره د روغتون د ۶۰۰ پرسونل معاشونه هم د سره صلیب له خوا ورکول کېږی.

نوموړی د روغتون د عوایدو په اړه وویل: که څه هم په روغتون کې ټول صحی خدمتونه په وړیا توګه ترسره کېږی، خو یوازې د OPD یا سراپا ناروغانو د نسخی ۲۰ افغانۍ له فیس څخه په یوه میاشت کې ۱۰۰۰۰۰ افغانۍ عواید کېږی،چې مالیی وزارت ته تحویلېږی.

نوموړی ووېیل چې هېڅ ډاکټر ته دا اجازه نشته چې مریضانو ته شفری نسخې ولیکی او سرغړوونکی له قانونی چلند سره مخ کېږی.

دا چې د وزیر محمد اکبر خان روغتون په کومو برخو کې ډېرې مهمې لاسته راوړنې لری، په دې اړه ښاغلی نیازی ووېیل، چې د اسلامی امارت له راتګ سره په دغه روغتون کې ډیر مثبت تغییرات راغلی دی. د مثال په توګه په تېر حکومت کې به ددې شفاخانې هر عملیاتی مریض ته د ۵۰۰۰ افغانیو نسخه به له بازاره لیکل کېده،خو اوس ټول مصارف د بستری ناروغانو په مجانی توګه اجرا کېږی.

دوهم: د تېر جمهوریت حکومت په پنځه کلنه موده کې د دې شفاخانې بستری ناروغانوته پروټینی خواړه چې د مریض لپاره ددوا ترڅنګ ډېر اړین دی، نه ورکول کېدل،خو اوس بلاناغه هر ماسختن بستری ناروغانوته پروټینی خواړه هغه هم د پسه غوښه او د پسه یخنی شوربا ورکول کېږی. بل دا چې د مریض د تداوۍ لپاره د خوړو رژیم ته پاملرنه کول دی.درېیم: د ارتوپیدی په عملیاتو کې مو انَټرسکوپی فعاله کړې چې د ارتوپیدی عملیات په دغه روغتون کې ترسره کېږی.

همدارنګه د لابراتوارونو په برخه کې په روانه اوونۍ کې د کلچر برخې ته پاملرنه شوې چې هغه هم فعالېږی. بل دا چې په تسشخیصیه برخه کې د اکسرې خدمات شامل دی، چې دلته ترسره کېږی. همدا رنګه په روغتون کې د ښځینه قشر لپاره  پر ځانګړی کلینیک کار روان دی.د انډسکوپی ماشین فعال شوی او د نویو سټندرد عملیات خانو پلان لرو.

ډاکتر نثار نیازی د روغتون د ستونزو په اړه ووېیل: دغه روغتون ۶۰ کاله پخوا د لږ نفوس لپاره جوړ شوی دی،خو اوس په کابل کې شپږ اووه میلیونو خلک ژوند کوی، چې هرو مرو به ستونزې هم وی. بله دا چې د دغه روغتون تشکېل یی د ۶۰ کالو پخوانی تشکېل دی، د روغتون ودانۍ هم د اوسنی نفوس د ناروغانو لپاره مناسب نه دی.

پوښتنه: د بستری ناروغانو د مردانه پایوازانو لپاره د شپې تېرولو ځای لویه ستونزه ده، دا ستونزه به څنګه حل شی؟

ځواب: اوس مو د نارینه او ښځینه پایوازانو د شپې د ځای امکانات برابر کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید