روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په هیواد کی سراسری اوربند دتل پاتی سولی سره مرسته کولی شی

ددوحی دوروستیو ترسره شویو خبرو را وروسته چی دامریکا دبهرنیو چارو وزارت دځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او مخالفو وسله والو طالبانو ترمنځ ترسره شوی دی دیو لړ مشورو څخه راخپاره شویو راپورونه څرګندوی چی مخالفو وسله والو طالبانو دخپلو مشرانو سره دخبرو اترو وروسته دامریکایی پلاوی وړاندیز چی داوربند په هکله و سرخورولی او دالانه ده معلومه شوی چی اوربند به دهوکړی وروسته او یا مخکی اعلان شی. خو مخالفو وسله والو طالبانو ته نیږدی سرچینو ویلی چی کیدای شی دهوکړی وروسته یو لنډ مهاله اوربند وشی. خو ځینی ډله ییزی رسنی په دی باور دی چی اوس هم دځینو وړاندیزونو په هکله ستونزی شتون لری نو ځکه خبری ځڼډنی او اوږدمهاله دی.

زیات شمیر هیواوال چی دامریکا او مخالفو وسله والو طالبانو ترمنځ خبری دنیمګړتیاو سره مل ګڼی باوری نه ښکاری چی ترسره شوی خبری به تل پاتی او همیشنی سوله رامنځته کړی ځکه مخالف وسله وال طالبان چی دافغان دولت سره دمخامخ خبرو له پاره تیاری نه لری نو څنګه او څوک به دافغانانو برخه لیک وټاکی او یا داجراییوی واک له مخی به دسولی چاری سمبال کړی. حیرانونکی خبره داده چی مخالف وسله وال طالبان چی سولی ته لیواتیا ښایی نو دچا سره سوله کوی او دسولی دخبرو اصلی اړخ څوک دی نو مناسبه به وی چی دبنسټیزی او رښتینی سولی درامنځته کیدو له پاره دخبرو اصلی ځای ذګی چی دافغان دولت قانونی او مشروع ځای ګڼل کیږی دسولی خبرو ته تیاری ونیسی او دغه ناوړه او بی ګټی جګړه ته چی دپردیو ګټی پکښی خوندی کیږی دپای ټکی کښیښودل شی.

افغان دولت چی دسولی رامنځته کیدل خپل لومړیتوب ګڼی نو ځکه یی دمخامخ خبرو اترو پیل کیدو ته دروازی پرانیستی پریښی او هروخت په مخالفو وسله والو طالبانو غږ کوی چی که سوله غواړی او دافغان وژنی دبندیدو سره مینه لری نو په افغانانو باندی دخواخوږی له مخی اوربند وکړی او دتاوتریخوالی په راکمیدو کی عملی ګامونه پورته کړی څو دیوه باور له مخی بین الافغانی خبری پیل شی او دهمیشنی سولی درامنځته کیدو له پاره په هغو ستونزو خبری وشی چی جګړه یی رامنځته کړی ده.

خومعلومیږی چی مخالف وسله وال طالبان دامریکایانو سره خبرواترو ته کښیناستل او دافغانانو سره له خبرو اترو ډډه کوی چی دا ډول هڅی اوکړنی دتل پاتی سولی رامنځته کیدو سره مرسته نه شی کولی او هیڅوک به دافغان دولت په غیاب کی دافغانانو په لاسته راوړنو سودا ونه کړای شی. ځکه چی افغان دولت چی دولسونو له خوا په آزاده او دموکراتیکه توګه دخلکو درایو په ورکونه رامنځته شوی باید دخلکو حقوقو دفاع وکړی او دافغان ولس برخه لیک پخپله افغانان وټاکی دراخپرو شویو انګازو له مخی چی طالبان او امریکاییان به لس یا پنځلس ورځی اوربند اعلان کړی دډیرو هیوادوالو دنیوکی سره مخامخ شوی ځکه په جګړه کی افغانان وژل کیږی او امریکاییان هم په دی ناوړه جګړه کی راښکیل شوی نو که اوربند دمنلو وړ وی باید ګټی یی ټولو افغانانو ته ورورسیږی او په افغانستان کی سراسری اوربند اعلان شی ترڅو په افغان وژنه کی کمی راشی اوکه اوربند یوازی دامریکاییانو او مخالفو وسله والو طالبانو له پاره وی نو بیا دډیرو افغانانو دنیوکی سره مخامخ شوی او ګوت څڼډنه یی کړی چی دا ډول اوربند دافغانانو دزخمونو ملهم نه شی ګرځیدلی نوله دی کبله افغان ولس او دولت ټینګار کوی چی اوربند دی سراسری او دتاوتریخوالی کچه دی راټیټه شی څو دیوه بل خبری په سوله ییزه فضا کی واوریدل شی او په جګړه کی دښکیلو غاړو ترمنځ باور رامنځته شی.

منو چی دامریکاییانو او مخالفو وسله والو طالبانو ترمنځ خبری داسی پړاو ته رسیدلی چی هوکړی ته ورنیږدی دی خو هغه خبری چی بین الافغانی خبرو ته لار هواره نه کړی او مخالف وسله وال طالبان افغان دولت سره مخامخ خبرو ته زړه ښه نه کړی نو هیڅ ډول خبری به سوله رامنځته نه کړی. نو غوره ده چی په دوحه کی دترسره شویو  خبرو دواړوه خواوی په دی باوری شی چی همیشنی او تل پاتی سولی ته رسیدل یوازینی لار دسراسری اوربند اعلانیدل اودافغان دولت دمخامخ خبرو پیل کیده دی. مناسبه به وی چی دافغان وژنی دکمښت پاره دسولی دعملی کیدو لاری ولټول شی ترڅو دخبرو په لاسته راوړلو کی ګړندیتوب راشی او هغه هیلی چی دسولی درامنځته کیدو له پاره راپیدا شوی یو ځل بیا مړاوی نه شی.

هارون

ممکن است شما دوست داشته باشید