روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

په هیوادکې دایمی اوربنداودنیکمرغه سولې ټینګښت دافغان ولس ستره غوښتنه ده

د کوچنی اختر په ورځو کې دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند افغان ولس یوځل بیا په هیواد کې د سولې ټینګښت ته هیله مند کړیدی ، البته دا په داسې حال کې ده چې د کوچنی اختر په رارسیدو سره د طالبانو له لورې د یوې اعلامیې په ترڅ کې د اخترپه ورځو کې کې د اوربند اعلان وشو چې د هغې په ځواب کې دافغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رییس محمد اشرف غنی هم د ښه راغلاست په څرګندولو سره افغان دفاعی او امنیتی ځواکونو ته یې امر وکړ چې د اختر په ورځو کې په ټول هیواد کې اوربند رعایت کړی او هم یې له زندان څخه د ( ۲۰۰۰) تنو طالب بندیانو د خوشې کیدو حکم هم کړیدی چې دافغان حکومت او طالبانو له لورې د اختر په ورځو کې د اوربند اعلان او د زندانیانو خوشی کیدل ، دافغان ولس ترڅنګ په سمیه ییزه او نړیواله کچه هم وستایل شو او هیله څرګنده شوه چې یاد اوربند پردایمی اوربند بدل او بالاخره د بین الافغانی مذکراتو په ترڅ کې نیکمرغه باعزته سوله پرجګړه ځپلی افغانستان کې منځته راشی.البته دایو رښتینی واقعیت هم دی چې د هر ډول سیاسی جوړجاړی او سوله ییزو مذاکراتو د پرمخ بیولو لپاره په ټولیزه توګه په جګړه کې د ښکېلو اړوندو لوریو ترمنځ اوربند یو اساسی شرط دی ، ځکه چې د اړوندو لوریو ترمنځ د باورفضا رامنځ ته کوی او بغیر له اوربند څخه په هر ډول مذاکراتو کې بې له شکه چې پرمختک ناشونی دی او د باور فضا هم نه شی را منځته کیدای ، نو په دې موخه دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اخترپه ورځوکې د اوربند اعلان یوغوره اقدام دی .البته دا څوم ځل دی، چې په ډله ییزه توګه د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د فرمان له مخې د طالب ډلې زندانیان ازادېږی او تر اوسه افغان حکومت کابو تر (۱۵۰۰) شاوخوا کې طالب بندیان له بنده ازاد کړی دی. د افغان حکومت له خوا د دغو زندانیانو د ازادۍ هرکلی په ملی او نړیواله کچه کېږی، دا هغه اقدام دی، چې افغان حکومت پرې سولې ته خپل نیت نور هم ثابت کړ. په دې کې شک باید ونه ګڼل شی، چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او د دې لپاره دا دی د زندانیانو ازادولو ته زور ورکوی. ښایی له امریکا سره د طالب ډلې د هوکړې پر بنسټ د افغان حکومت له خوا ټول زندانیان ازاد شی.د یادونې وړ ده چې د تېرې فبرورۍ په ۲۸ مه په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ په شوې هوکړه کې راغلی چې افغان حکومت دې ۵۰۰۰ طالب بندیان او طالبان دې ۱۰۰۰ امنیتی او دفاعی ځواکونه له بنده ازاد کړی، په هغې هوکړه کې دا هم راغلی،چې طالبان به له جګړې لاس اخلی او د دې لپاره به اورکم پر تلپاتې اوربند او سوله بدلوی، البته کله چې د اوربند په رعایت او غوځیدو د سولې مذاکرات مثبتې پایلې ورکړی او دا یقینی شی، چې په افغانستان کې تل پاتې سوله راځی، نو په هغه صورت کې بیا ۵۰۰۰ څه چې ټول طالب زندانیان به ازادېږی! افغان ولس او نړیواله ټولنه هم او دغه راز د سولې ټول ملاتړی نړیوال لوری غوښتنه کوی، چې نه یوازې د بندیانو تبادله، بلکې د بین الافغانی مذاکراتو د پیل او سولې پروسې د پرمختګونو لپاره د تاوتریخوالی کمښت، سیاسی اراده او د متقابل اعتبار فضا رامنځته کول هم ډیر اړین دی.بنا ًپه ټوله کې باید وویل شی چې د هر ډول سیاسی جوړجاړی او سوله ییزو مذاکراتو د پرمخ بیولو لپاره د اړوندو لوریو ترمنځ اوربند یو اساسی شرط ځکه دی چې د اړوندو لوریو ترمنځ د باورفضا رامنځ ته کوی او بغیر له اوربند څخه په هر ډول مذاکراتو کې بې له شکه چې پرمختک ناشونی دی او د باور فضا هم نه شی را منځته کیدای ، بناً پاک الله (ج) دی وکړی چې په ټوله کې په جگړه کې ښکیلی لوری د لنډمهاله اوربند پرځای دایمی اوربند وکړی ترهغو چې د باور فضا په رامنځته کیدو په نیکمرغه سوله سره صلاح شی او نور بدمرغی جگړی ته د زړه له تله نه ووایې اودسولی بیرغ هسک کړی ، ځکه دا ټولوته څرگنده شوی چې زموږ هیواد د تیرو کابو څلورولسیزو بدمرغه، تباه کوونکو او خونړیو جگړو په ترڅ کې له هره پلوه وران، ویجاړ او پتمن افغانان هم د مادی او معنوی پلوه له سترو زیانونو سره مخامخ شوی او په ټولیزه توگه هم دا ټولو ته په اثبات رسیدلی چې ددغه ناوړه جگړی په ترڅ کې یوازی گران افغانستان د نابودی لوری ته وکښل شو او مظلومه افغانان له بدمرغیو سره لاس او گریوان شول نو نن چې موږ ته یو ځل بیا ددی زمینه برابره شوی چې ټول افغانان سره یو موټی شو او د خپل گران هیواد آبادی، ترقی او پرمختگ لپاره مټی راونغاړو او په گران افغانستان کې د نیکمرغه سولی د ټینگښت له پاره ټول افغانان د ورونو په څیرسره متحد ، یوموټی او یو قوت شو او دسولی خلاف دهرغلیم هڅه په ریښه کې ورته شنډه کړو ترهغه چې په دی وتوانیږو په هیواد کې نیکمرغه او باعزته سوله تامین کړو اوخپل گران هیواد له شته ناورین څخه وژغورو اویوه تلپاتی نیکمرغه سوله په ټول هیواد کې ټینګه ، قایم او دایم کړو، په دی هیله چې پرجګړه کې ټولی ښکېلی لوری د افغان مظلوم ولس روا او مشروع غوښتنه چې هغه په دغه جګړه ځپلی هیواد کې د تلپاتی نیکمرغه باعزته سولی ټینګښت دی، هغې ته د زړه له تله هو ووایې او په دې اړوند د افغان دښمنو بهرنیو عناصرو ، استخبارتی سازمانونو او مغرضو هیوادونو ناوړه هڅې او شومې دسیسې په اوبو لاهو کړی اوبین الافغانی سولی ته په بشپړ صداقت ، رښتینولی ، ایمانداری او کلک افغانی هوډ غاړه کېږدی اوخپلی ټولی غوښتنی دسیاسی جوړجاړی اوسوله ییزو مذاکراتو په لړکې مطرح او بالاخره بنسټیز حل ته سره راورسیږی او په پایله کې افغان مظلوم ولس ته یوه تلپالې نیکمرغه او باعزته سوله ورپه برخه کړی .

ش ، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید