روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په هند کې د ښوونځی مدیره د غویی پر غوښه نیول شوې

د هند په آسام آیالت کې د یوه ښوونځی مدیره د مکتب غونډې ته د غویی غوښې راوړو له امله نیول  شوې ده. د دغې ۵۶ کلنې مدیرې پر ضد د مذهبی احساساتو د عمدی پارونې او د بېلو ډلو ترمنځ د تربګنۍ د ودې د تورونو له کبله پلټنې پیل شوې دی. دغه خبره د پولیسو یوه ویاند کړې ده. هندوان په خپل دین کې غواګانې سپېڅلې ګڼی او ان عبادت یې کوی او له همدې کبله په هندوستان کې ډېری خلک د غواګانو غوښه نه خوری. د دغو حیواناتو وژل او حلالول هم له دې مخې د هند په ډېرو برخو کې منع شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید